ګردېز (پژواک، ٧ ورى ٩٨): د پکتيا ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال به په دغه ولايت کې څه باندې ١١ سوه مېوه لرونکي باغونه جوړ کړي.
دوی دا خبرې په ګردېز کې د بزګر ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې او ويې ويل چې د دې تر څنګ به د تخريب شويو ځنګلونو بيارغونې ته هم پام زيات شي.
د کرنې رئيس محمدالدين مومند وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې د زعفرانو ۴۰ قطعې په ازمايښتي ډول کرل شوې وې، چې ښه حاصل يې له هرات وروسته په هېواد کې دويم مقام خپل کړ او سږکال به د زعفرانو يادې قطعې هم زياتې شي.
مومند وايي چې روان کال به په ګردېز او احمدابا ولسوالي کې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره د هېواد په کچه دوه لويې سړخونې هم جوړې شي او د دې تر څنګ د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا ځينې زراعتي پروګرامونه به هم ترسره شي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((۱۱۰۰ جريبه د مېوه دارو ونو باغونه جوړوو، چې په مجموع کې به له سل زره زيات نيالګي په کې کېنول شي؛ علاوه له دې نه به ۳۵ جريبه متراکم او نيمه متراکم باغونه جوړوو، چې دا يوه نوې ټکنالوجي ده چې افغانستان ته راغلې او له کمې ځمکې زيات حاصلات ورکوي.))
خو بل لورته بزګران وايي چې لا هم زياتې ستونزې لري او بايد يوازې يې د ورځې په نمانځلو اکتفا ونه شي، بلکې ورته د اسانتياوو برابرولو ته دې يې کار وشي.
دوی د حاصلاتو د زياتوالي لپاره د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرو، معاصر کرنيز سيسټم، د کرنيزو محصولاتو د توليد، ساتنې او بازار په برخو کې پر زيات تمرکز ټينګار کوي.
د دوی له ډلې نورمحمد پخوانی کرنيز سيسټم لويه ننګونه بولي او وايي چې د دې چارې د عصري کولو لپاره بايد جدي ګامونه واخيستل شي.
نوموړي وويل: ((موږ سره دې دغنمو او تخمونو کمک وشي، خو اصلاح شوي تخمونه موږ ته نه رسيږي. وايي، خو عمل نشته پرې، تر اوسه يې نه دي راکړي. کومې ونې چې دي هغه هم په بالاده يا نورو منطقو کې په بيه اخلو، موسـساتو يا بل چا نه دي راکړې.))
د ګردېز اړوند د ابراهيم خېلو سيمې يو تن ځوان بزګر ايوب خان وايي چې د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره د پخو ويالو جوړولو، د ونو او حيواناتو ځينو ناروغيو کنټرول او د ټولو سيمو بزګرانو ته يو شان پاملرنه خورا اړينه ده، چې په خبره يې تر اوسه په يادو ټولو برخو کې ګڼې ستونزې لري.
خان پژواک ته وويل: ((زموږ په سيمه کې يو سربند جوړ شوی، موږ ته يې وويل چې د سربند وياله به تاسو وکاږئ، موږ په وخت وکاږله، خو دا هر وخت ډکيږي، په دې کې دې موږ سره کمک وشي چې دا وياله پخه شي؛ همدارنګه په نورو مربوطه برخو کې دې راته رهنمايي او همکاري وشي. د حکومت او زراعت له خوا چې کوم کومکونه راځي، موږ ته نه رسيږي او نه راسره هماهنګي کوي.))
د کرنې رييس بيا وايي چې تېر کال د تخمونو د کموالي له امله ډېرو بزګرانو ته تخمونه نه دي رسيدلي، خو سږکال يې اندازه دوه چنده شوې او کابو ټولو بزګرانو ته به اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.
login or register a new account.