Language

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ۹ وری ۹۷): د بغلان د دوشي ولسوالۍ اړوند د سنګ سراخ په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله د يوه چلوونکي په ګډون دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بغلان امنیه قوماندان سمونمل الله داد فدايي د وری په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د دوشي ولسوالۍ په سنګ سراخ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وایي چې پېښه د هېنو او کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې د کرولا موټر چلوونکی ځاى پر ځاى مړ شوى او درې کسان نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته د پلخمري ملکي روغتون سرطبیب، ډاکتر محمد انور وردګ وايي، د پېښې له ځایه روغتون ته دوه مړي او دوه ټپیان انتقال شوي چې څلور واړه د یوې کورنۍ غړي دي.

ډاکټر وايي، په پېښه کې موټر چلوونکی او د چلوونکي یو ۸ کلن زوی مړه شوي او پاتې دوه نور کسان ټپيان دي چې روغتيايي حالت يې ښه نه دى.

دغه راز د بغلان د ترافیکو مدیر سمونیار محمد نبي نبي زاده وايي چې پېښه د کرولا د چلوونکي د سرغړونې له امله رامنځته شوې ده.

login or register a new account.