Language

دوستم په بهرکې له دوو مياشتو تېرولو وروسته بلخ ته را ستون شو

مزار شريف (پژواک،١٠ ورى ٩٨) : د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم له دوو مياشتو مسافرۍ وروسته نن د ځمکې له لارې بلخ ولايت ته رسېدلى دى.

په بلخ ولايت کې د جنبش ګوند مشر سيد شمس الدين سادات د وري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوستم نن  غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې له ازبکستان څخه د حيرتان بندر له لارې دغه ولايت ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه، نوموړى به نن په مزار شريف کې وي او د ورځې په پاى کې به جوزجان ولايت ته سفر وکړي.

د سادات په وينا، د ولسمشر لومړى مرستيال ترکيې ته ددرملنې لپاره تللى و، خو وروستۍ درې اوونۍ يې په ازبکستان کې تېرې کړې دي.  

login or register a new account.