پل علم(پژواک، ١٠ ورى ٩٨): د لوګر د څرخ اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د عملياتو د ترسره کېدو له امله سلګونه زده کوونکي د کانکور له ازموينې څخه پاتې دي.
لوګر کې پرون او وړمه ورځ د کانکور ازموينه واخيستل شوه چې د څه باندې څلور سوه نجونو په ګډون شاوخوا درې زره کسانو په کې ګډون کړى و.
د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمي اوسېدونکي جمشيد د وري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ده په ګډون سلګونه کسان د کانکور له ازموينې څخه پاتې دي.
هغه وايي: ((امنيتي ځواکونو د پنجشنبې په شپه په لوډسپيکرونو اعلانونه وکړل چې دوى د پنجشنبې په ورځ سهار وختي عمليات پيلوي، هيڅوک بايد له کورونو څخه ونه وځي.))
د نوموړي په وينا، د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه، خو امنيتي ځواکونو دوى ته له کورونو د وتلو اجازه ورنه کړه.
دغه راز ددې ولسوالۍ بل اوسېدونکي نورالله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((موږ نه غواړو چې زموږ يو کال بې ځايه تېر شي، حکومت بايد زموږ دغه مشکل حل کړي، د کانکور ازموينه په ژوند کې تر ټولو مهمه ازموينه ده.))
د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د څرخ ولسوال خليل الله کمال پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو ده سره له همغږۍ پرته عمليات ترسره کړي دي.
ده زياته کړه: ((زه په جريان کې نه وم، عمليات يې وکړل، خلکو ته يې له کورونو د وتلو اجازه نه ورکوله، سلګونه کسان د کانکور له ازموينې څخه پاتې شول.))
ولسوال نيوکه وکړه چې د عملياتو پايله په هغه کچه کې نه وه چې سلګونه کسان دې پرې د کانکور له ازموينې څخه پاتې شي.
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل: ((زه له والي او نورو چارواکو سره د کانکور ازموينې صحنې ته ورغلم، ګورو چې د څرخ شاګردان نشته دي، والي تماس ونيوه چې امنيتي ځواکونه بايد شاګردانو ته اجازه ورکړي، خو دغه کار ونه شو او شاګردان له ازموينې څخه پاتې شول.))
ده وويل، دوى کوښښ کوي چې دغه ستونزه د نورو چارواکو په همکارۍ حل کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP