ښرنه (پژواک، ١٠ ورى ٩٨): د پکتيکا ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر په دغه ولايت کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ پيل کړي.
د مرکز ښرنې يو تن قومي مشر شېراحمد د وري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېښو د مخنيوي او امنيت د ټينګښت په موخه، حکومت بايد د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ هرڅه ژر په ټول هېواد کې پيل کړي.
هغه زياته کړه: ((که دغه تذکرې و وېشل شي، هم به ټاکنو کې ترې ګټه واخيستل شي او هم به امنيت ورسره ډېر ښه شي.))
دغه راز د ښرنې بل اوسېدونکي سيد نور پژواک ته وويل چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو له پيل څخه ډېره موده تېريږي خو تر اوسه په سوېل ختيځ زون کې دغه پروسه نه ده پيل شوې.
د نوموړي په وينا، د دغو تذکرو په وېشلو سره به تر ډېره جنايي او د نورو پېښو مخه ونيول شي.
دى زياتوي: ((زموږ خلک ورسره ډېره علاقه لري، که دلته دغه پروسه پيل شي نو په يوه مياشت کې به ټول دغه تذکرې واخلي.))
په دې اړه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز پژواک ته وويل، که چيرې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ چټکه شي او په راتلوونکي ټاکنو ترې ګټه واخيستل شي، تر ډېره به ټاکنې رڼې وي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې په پکتيکا کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ هرڅه ژر پيل کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې امر انور خان پژواک ته وويل چې دوى څو ځلې دغه مسئله په کابل کې له اړوندو مشرانو سره شريکه کړې او هغوى ورسره د ژر پيل ژمنې کړې دي.
د نوموړي په وينا، د مشرانو له ژمنې سره سم به دغه پروسه د روان کال په اوږدو کې پکتيکا ولايت ته هم وغځول شي.
د يادونې ده چې شاوخوا يو کال وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه، خو دغه پروسه د سوېل ختيځ زون ترڅنګ ډېرو ولايتونو ته تر اوسه نه ده غځول شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP