Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نشه يي توکو پر ضد دې پر ملي، سيمه ييز او نړيواله کچه ګډ کار وشي

کندهار (پژواک، ۱۱ وری ۹۸): د کندهار والي وايي، د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره دې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه په ګډه موازي کار وشي.

حيات الله حيات دغه څرګندونې د وري په ١١مه د امریکا غږ له خوا په یو ورځني کنفرانس کې وکړې چې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د رسنیو د ونډې تر سرلیک لاندې په کندهار ښار کې جوړ شوی و.

په دغه کنفرانس کې د والي تر څنګ د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر محمد نسیم ایوبي، مدني فعال حکمت الله صلحي او لسګونو کروندګرو ګډون کړی و.

د امریکا غږ استازي رحیم ګل څاروان وویل چې له ترهګرۍ سره د جګړې او اداري فساد تر څنګ د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق هغه جدي ستونزه ده چې دولت او خلک دواړه ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغه زیاته کړه، دغه څه د دې لامل شوي چې حکومت تر نیوکې لاندې راشي او کروندګر د نشه یي توکو په کرلو پړه وګڼل شي.

د ده په خبره، غربت او نسبي ډېره ګټه کروندګرو ته پلمه برابره کړې چې د نشه يي توکو کښت دوام وکړي او ورځ تر بلې ډېر شي، په داسې حال کې چې په خپله کروندګرو ته یې ډېره کمه ګټه رسېږي او ډېره ګټه یې ملي، سیمه ییز او نړیوال قاچاق وړونکي وړي.

ده یادونه وکړه چې د هېواد په کچه تر ټولو ډېر کوکنار په هلمند کې کرل کېږي او په کندهار کې هم د کوکنارو په کښت کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی او په څلورو ولسوالیو ژیړۍ، پنجوايي، میوند او خاکرېز کې کرل کېږي.

د کندهار والي حیات الله حیات تر ډېره د کوکنارو د کښت، تولید او قاچاق پر لاملونو وغږېد.

هغه وویل، په لومړي ګام کې ناامني سبب شوې ده چې خلک کوکنار وکري، ډېره برخه کوکنار په هغو سیمو کې کرل کېږي چې ناامنه دي او د وسله والو مخالفین ورڅخه د خپلې عایداتي سرچینې په توګه کار اخلي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د خلکو اقتصادي ستونزې، د وسایلو او اوبو کمښت، د کوکنارو لپاره د قوي مارکېټ شتون، د مافیا له خوا د کوکنارو کرلو ته د کروندګرو هڅونه او نور هغه د نشه يي توکو د کرلو عمده لاملونه دي.

خو ده ټینګا وکړ چې یوازې په بدیل معیشیت د نشه يي توکو مخنیوی نه شي کېدای، بلکې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه ګډ موازي کار وشي څو د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق مخینوی وشي.

خو د دې تر څنګ هغه ټينګار وکړ چې د عقیدې له مخې د کوکارو پر حراموالي کار وشي، کروندګرو ته پوهاوی ورکړل شي، د روا کښتونو لپاره د اوبو سرچینې او نور لازم وسایط او سایل ورته چمتو شي.

والي خبر ورکړ چې په کندهار کې د ۵ زره مټریک ټنه په وړتیا سړه خونه جوړېږي چې کروندګر به وکولای شي خپل کرنیز توکي په کې وساتي او په مناسب وخت کې یې په لوړه بیه وپلوري.

د پروګرام بله برخه ازاد بحث ته ځانګړې شوې وه چې د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر محمد نسیم ایوبي، مدني فعال حکمت الله صلحي او کروندګرو په کې برخه واخیسته.

د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، کندهار ۲۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه لري چې پر ۸۰ زه هکتاره ځمکه یې غله جات کرل کېږي او پر ۴۰ زره هکتاره ځمکه یې بېلابېل باغونه جوړ شوي دي.

هغه د انارو، انګورو، انځرو او نورو مېوو تر څنګ زعفران او پسته د کوکنارو د بدیل په توګه یاد کړل او ویې ویل چې سږ کال یې پر ۲ زره جریبه ځمکه د پستې باغونه جوړ کړي دي.

ده وویل، د کرنې ریاست چې د کرنې په برخه کې څومره فعالیتونه تر سره کوي دا ټول د بدیل معیشت په برخه کې راځي.

هغه د بېلګې په توګه د ماهیانو فارمونه یاد کړل چې شمېر یې ۱۶۰۰ ته رسېږي او خلکو ته یې د ګټې وټې ښه زمینه برابره کړې ده.

خو ده یادونه وکړه چې دلته د کروندګر لویه ستونزه د اوبو کمښت دی، که په دې برخه کې کار وشي نو خلک به اړ نه وي چې کوکنار وکري.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر محمدنسیم ایوبي وویل، دوی پر دې کار کوي چې په ولسوالیو کې لوی او واړه بندونه جوړ کړي او په دې توګه اوبه مهار کړي چې هم کارېزونه له اوبو ډک شي او هم تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه شي.

مدني فعال حکمت الله صلحي هم ټینګار وکړ چې د بدیل معیشت په توګه دې د اوبو پر مهارولو کار وشي، بندونه دي جوړ شي، د کروندګرو محصولاتو ته دې ملي او نړیوال مارکېټ وموندل شي او دغه راز دې د کندهار اقلیم ته په کتو د نوو کرنیزو توکو پر ترویج کار وشي.

یو شمېر باغ لرونکو هم د اوبو د بندونو د جوړولو او د کرنې د ودې او مارکېټ په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنې وکړې.

دوی وویل، کروندګر له مجبورۍ کوکنار کري خو که اسانتیاوې ورته ډېرې شي نو هیڅکله به کوکنار و نه کري.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې/UNODC وروستي سروې ښيي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو او ۹۰۰ زره ټنه د اپینو حاصلات ورڅخه لاس ته راغلي وو.

د ده په خبره، دغه شمېرې ښيي چې د تېر په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۶۳ سلنه او په تولید کې یې ۸۷ سلنه ډېروالی راغلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.