ښرنه (پژواک، ١١ ورى ٩٨): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ روغتيايي مرکز د ناپېژانده وسله والو له لوري پر ماينونو الوځول شوى دى.
د برمل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمت الله د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ روغتيايي کلينيک تېره شپه ناپېژاندو وسله والو پر ماينونو الوځولى او په بشپړ ډول يې له منځه وړی دی.
هغه وويل چې د چاودنې له امله روغتيايي کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د ياد روغتون ټولې خونې، درمل او مهم وسايل له منځه تللي دي.
په دې اړه د پکتيکا د عامي روغتيا رياست سرپرست غلام محمد رسولي پژواک ته وويل چې تېره شپه ۱۱ بجي نامعلومو وسله والو د برمل ولسوالۍ روغتيايې کلينيک پر ماينونو الوځولى دى.
هغه وويل چې په دې پېښه کې د ياد کلينيک دوه موټر او درې خونې ويجاړ شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د يادونی ده، يوه مياشت وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز د نا معلومو وسله والو له لوري پر ماينونو الوځول شوی و.
login or register a new account.