کندهار (پژواک، ١١ ورى ٩٨) : د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست وايي چې منسوبينو يې په هوايي ډګر کې هغه کسان نيولي، چې په خپل نس کې يې هندوستان ته نشه يي توکو قاچاق کول.
د کندهار ولايت مقام له خوا د وري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت د رياست منسوبينو د هيروئينو ۴ تنه قاچاقبران نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، يادو کسانو غوښتل چي هندوستان ته په خپل نس کې هيروئين انتقال کړي .
د ملي امنيت رياست ويلي، ياد کسان د کـندهار د ملي امنیت ریاست د منسوبینو له خوا د اوپراتیفـي څېړونو او دقیـقو معلوماتو څخه وروسته د ځانګړو عــمـلیاتو په پايله کې د کندهار په هوايي ډګر کې ونيول شول .
په خبرپاڼه کې راغلي، دغوڅلورو کسانو په خپلو نسونو کې ١٨٠ دانې کپسولونو کې هيروئين ځاى پر ځاى کړي وو.
ملي امنيت وايي، چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې روانې دي.
د يادونې ده، چې د کندهار ، هرات او کابل هوايي ډګرونو څخه په بېلا بېلو لارو او ډولونو هندوستان او اماراتو ته ډېر نشه يي توکي قاچاق کېږي.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې تېر کال يې سلګونه کسان نيولي وو، چې د محکمو له خوا شاوخوا زر تنه د بند په بېلابېلو مودو محکوم شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP