کندهار (پژواک، ١١ ورى ٩٨) : چارواکي وايي چې د کندهار ولايت د امنيتي ځواکونو ځانګړې قطعې د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې عمليات کړي دي.
د کندهار ولايت مقام له خوا د وري په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملياتو کې چې د ٠٣ ځانګړې قطعې له خوا ترسره شوي، د يو شمېر لوړو پوړو کسانو په ګډون ٢١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي .
سرچينې زياته کړې، د عملياتو پر مهال شپږ شکمن کسان ژوندي نيول شوي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو عملياتو کې د افغان ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفينو د ۲۱ پټنځايونو او ۲ خونو د ويجاړولو ترڅنګ ۱۷ کړۍ ماينونه، ٢ رېنجر موټر، ٢ لوکسل موټر، ٦ موټرسايکلونه او يو شمېر درنې او سپکې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
سرچينې ويلي، د وسله والو له خوا په پنځو کورونو کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملياتو کې سرتېرو او ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP