Language

کندوز کې موټر چلوونکي د ترانسپورټ ریاست د ناقانونه پیسو پر اخیستو تورنوي

کندوز ښار (پژواک، ١١ ورى ٩٨): د کندوز ښار يو شمېر موټر چلوونکي تور پوري کوي چې د ترانسپورټ رياست يو شمېر کارکوونکي له دوى پيسې اخلي خو په مقابل کې پارچه نه ورکوي، بل لور ته د ترانسپورټ رياست چارواکي بيا په دې اړه بې خبري ښيي.

د کندوز ښار د لويو موټرو يوه چلوونکي امرالدين د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېرى وخت د ترانسپورټ رياست کارکوونکي له دوى پيسې اخلي خو د رسيد پارچه نه ورکوي.

ده زياته کړه: ((زه نن شپه له بندر نه راغلم، په لار کې يې رانه درې سوه افغانۍ د ترانسپورټ په نوم واخيستې خو پارچه يې را نه کړه.))

دغه راز يو بل موټر چلوونکي سيف الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((کله چې پارچه درکوي نو بيا ډېرې پيسې غواړي او کله چې پارچه نه درکوي نو بيا لږې پيسې اخلي، نو ځکه ډريوران هم لږو پيسو ته خوښ دي.))

يو شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د دغه ډول غير قانوني پېسې اخيستو مخه ونيسي.

د يادې ستونزې د څېړنې په موخه د پژواک خبريال د چهاردرې بندر ته ورغلى، په دې سيمه کې د سړک پر سر يو ځوان ولاړ دى او د ترانسپورټ په نوم له موټرو پيسې اخلي.

د پژواک خبريال: ((ځوانه څنګه دلته ولاړ يې او له موټرو پيسې اخلې او پارچه نه ورکوې؟))

ځوان: ((کامره دې لرې کړه، زه مشر نه يم، ماته دنده راکړل شوې چې زه دلته ودرېږم او له موټرو څخه پیسې واخلم، راشه زموږ مشر هلته ناست دى.))

بسم الله په دې سيمه کې د ترانسپورټ رياست د عوايدو راټولولو مسووليت لري.

بسم الله له موټرو پيسې اخيستې دي، خو  د ترانسپورټ د عوايدو په کتاب کې يې نه دي رسولي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((هو سمه ده، نن لږ مصروف وم، له څو موټرو مو پيسې اخيستې دي خو په کتاب کې مو نه دې رسولي.))

بسم الله له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.

login or register a new account.