ګردېز (پژواک، ١١ ورى ٩٨): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د نږدې ۳۵ ميليونه افغانيو په لګښت يو طبي لابرتوار جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزي په حوزوي روغتون کې د دغه لابراتوار د پرانيستې او د توبرکلوز نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل چې په ياد ولايت کې د توبرکلوز څوارلس تشخيصيه کلينيکونه فعاليت کوي.
احمدزی وايي، تېر کال په ټول هېواد کې د توبرکلوز ۶۷۰۰۰ پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې يې ۱۱۶۴ په پکتيا کې وې او د دې ناروغۍ له امله په هېواد کې له مړه شوو ۲۹ کسانو هم ۱۵ د پکتيا وو.
نوموړی وايي: ((توبرکلوز د تداوي وړ ده او بايد په سم ډول يې تداوي وشي، که د توبرکلوز ناقصه تداوي وشي، نو هغه په مقاوم ټي بي بدلېږي چې هغه بيا ډېر مشکل دی او په اسانه يې تداوي نه کېږي. په حوزوي سطحه د توبرکلوز لپاره هم يو واټ جوړ شوی چې ژر به فعال شي او هلته به د هغو ناروغانو تداوي کېږي چې د توبرکلوز په مقاوم شکل اخته وي.))
ډاکتر ولايت خان احمدزي زياته کړه چې ريفرينس طبي لابراتوار د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام له خوا په ۴۶۶زره ډالر جوړ شوی چې ۳۰۳ زره ډالر يې د ودانۍ او ۱۶۳زره ډالر يې د وسايلو او تجهيزاتو لګښت دی.
دی وايي: ((هغه ناروغان چې مختلفې دواګانې اخلي او نتيجه يې نه معلومېږي، دلته به د هغوی عمومي او د تداوي ټيسټ کېږي. بل د توبرکلوز د ناروغانو د دوا حساسيت به معلوموو چې له کومې دوا سره حساس دي او له کومې سره مقاوم.))
دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د روغتيايي کمپلېکس له بشپړېدو سره به په ياده برخه کې ډېرې ستونزې حل او بېلابېل ناروغان به په ښه بڼه تداوي شي.
کټوازي وويل: ((زه چې راغلم، د شفاخانې پرسونل ۱۲۳ نفره وو، خو اوس د دې شفاخانې پرسونل ۲۶۶ تنه ته رسېدلی، هغه وخت مو ۶۰ بستره لرل، اوس ۱۵۰ بستره لرو او اووه روغتيايي څانګې هم زياتې شوې دي.))
د پکتيا د ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکتر نذير شرافت پژواک ته وويل چې ياد ريفرېنس لابراتوار په سټنډرډ ډول جوړ شوی او طبي وسايل او ماشينونه يې هم خورا عصري دي چې پر مټ به يې هغه طبي معاينات هم ترسره شي چې له دې وړاندې به خلک بهرنيو هېوادونو ته پسې تلل.
شرافت وايي: ((دلته به هغه لابراتواري معاينات کېږي چې زموږ په زون کې نه کېدل او اکثره وختونه به خلک خارج ملکونو ته پسې تلل. دلته به اوس د ډېرو پرمختللو معايناتو سهولت وي انشاالله.))
خلک له يادو وسايلو پر سمې ګټې اخيستنې ټينګار کوي او وايي چې په طبي برخه کې بايد مسلکي پرسونل وګومارل شي، څو د وسايلو د ناوړه کارېدنې او ناسمې تداوي مخه نيول شوې وې.
مدني فعال شريف منګل وايي: ((مشکل دا دی چې ډاکټران اکثره نيمه طبي زده کړې لري، متخصصين او مسلکي نشته او له دې امله زياتره ناورغان ان په شته وسايلو کې هم کابل ته انتقالېږي.))
login or register a new account.