ګردېز(پژواک، ١٢ ورى ٩٨): د لويې څارنوالۍ مسوولين وايي چې د څلور نورو وزيرانو دوسيې بشپړې شوي او ځانګړې محکمې ته سپارل شوې دي.
د لويې څارنوالي وياند جمشېد رسولي دا څرګندونې ګردېز ته د اړوندو ادارو د ارزونې او ستونزو اورېدو په اړه د لويې څارنوالي د يوه پلاوي د کاري سفر په ترڅ کې وکړې.
رسولي پژواک ته وويل چې د لويې څارنوالي له خوا د عدالت د تامين او قانون د حاکميت چاره ګړندۍ شوې او په دې لړ کې د عدلي او قضايي مرکز په چوکاټ کې بې ساري ګامونه اخيستل شوي دي.
نوموړی وايي چې په تېر يوه کال کې ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي د محاکمې مېز ته کېنول شوي، چې له ډلې يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي له پخوانی وزير سربېره د څلور نورو وزيرانو دوسيې او څېړنې بشپړې او د محاکمې او پرېکړې لپاره ځانګړې محکمې ته استول شوې دي.
ده زياته کړه چې په دې وزيرانو کې د پخواني او ملي وحدت حکومت وزيران شامل دي، خو اوس نه شي کولی چې ددغو وزيرانو نومونه واخلي.
جمشېد رسولي وايي: ((د وزيرانو پنځه دوسيې بشپړې او ځانګړې محکمې ته لېږل شوې دي، چې موږ او تاسې يې د ځانګړې محکمې له خوا پر يوه وزير د علني جلسې شاهدان و. د دې تر څنګ اووه معينان هم د محاکمې مېز ته راکش شوي دي، په تېرو دوه کلونو کې له شپاړس زيات جنرالان محاکمه او بنديان شوي دي، دا د قانون د تطبيق لپاره د افغانستان د دولت د ژمنتيا ښودنه کوي.))
رسولي وويل چې د لويې څارنوالي د نوې ستراتيژي له مخې له خلکو سره د اړيکو زياتول اساسي ټکی دی او د دې اړيکو د زياتولو او په ادارو کې د روڼتيا لپاره يې ۱۸۰ وړيا شمېره فعاله کړې چې خلک ورته د فساد د مواردو يا يې د کار نه کېدو په اړه ور سره ستونزې شريکولی شي.
دی وايي: ((عدالت ته د خلکو لاسرسی د هغوی اساسي حق دی، د افغانستان لويې څارنوالي د ستونزو سربېره په خپلو ابتکاري برنامو له شپېته په ډېرو هغو ولسواليو کې فزيکي شتون پيدا کړی چې هغلته له پنځه تر لسو کلونو څارنوالي نه وه فعاله، موږ هڅه کوو چې دا شتون لا ډېر او پياوړی کړو.))
د لويې څارنوالۍ وياند په څارنوالۍ کې د فساد او د فساد په دوسيو د زيات وخت تېرېدو له امله په ځينو سيمو کې د خلکو له خوا وسله والو طالبانو ته د قضيو وړلو په اړه وويل چې هڅه کوي د پيل کړو اصلاحي پروګرامونو له لارې څارنوالي د اعتماد په هسته بدله کړي او د عدالت د تامين لپاره قانع کوونکي اقدامات وکړي.
جمشېد رسولي د خلکو او ځينې مهال د پوليسو د هغې ادعا په اړه چې ځينې وخت وسله وال غله او د مخدره توکو پلورونکي څارنوالي ته له معرفي کېدو وروسته بېرته خوشي کيږي وويل، که په هر مجرم کافي اسناد او شواهد وي، قانون پرې تطبيقيږي او څوک يې نه شي خوشي کولی.
رسولي پژواک ته وويل:((زموږ ډېر تمرکز په خپلو څارنواليو دی چې د خپلو همکارانو اجراات بررسي کړو چې وپوهيږو زموږ د همکارانو په اجرااتو کې قانونيت څومره په نظر کې نيول شوی دی. د مهسا دوسيه به هم تر راتلونکو دوه ورځو محکمې ته ولېږل شي او قوي تعهد موجود دی چې هېڅ مجرم به د قانون له تطبيق نه پاتې نه شي.))
login or register a new account.