Language

پاکستان ته  ٣٠ موټره قاچاق کېدونکې اوسپنه نيول شوې

ښرنه(پژواک، ١٢ ورى ٩٨):د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي،له زړو اوسپنو بار ٣٠ هغه موټر يې نيولي چې په قاچاق ډول پاکستان ته وړل کېدل.

پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان بريد جنرال رحم دل د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کشفي راپورنو په اساس دوى ٣٠ موټر نيولي دي.

هغه وايي:((په دغو موټرو کې زړې اوسپنې بار دي او دغو کسانو غوښتل چې دغه اوسپنې په قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال کړي.))

د جنرال رحم دل دمعلوماتو له مخې، دغه اوسپنې له نورو ولايتونو څخه په غير قانوني ډول پکتيکا ته راوړل شوې دي.

په دې اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د اورګون ولسوالۍ په شاه طور سيمه کې له زړو اوسپنو بار لسګونه موټر نيولي دي.

ده زياته کړه: ((موټر چلوونکي وايي چې دغه اوسپنې دوى کابل ته انتقالولې، خو موږ په دې اړه پلټنې کوو چې دغه اوسپنې يې چېرته وړلې.))

خو په پکتيکا کې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دغه اوسپنې د دغه ولايت له پي ار ټي څخه ايستل شوې دي او يادو کسانو غوښتل چې دغه اوسپنې په قاچاق ډول پاکستان ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې پژواک داسې يو راپور خپور کړ چې د پکتيکا ولايت د پي ار ټي د ميلياردونو ډالرو اوسپنې او نور توکي په اته سوه زره ډالر پر يوه سوداګر پلورل شوي دي.

ځينو کسانو هغه مهال پژواک ته ويلي وو چې دغه سوداګر د پکتيکا د امنيه قوماندان په همکارۍ دغه اوسپنې ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.