Language

کندهار کې د پولیو د مخنیوي پروګرام په یوې نوې ستراتېژي پلی کېږي

کندهار (پژواک، ۱۲ وری ۹۸): د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، سږ کال د پولیو د مخنیوي پروګرام د یوې ځانګړې ستراتېژۍ له مخې پلی کوي او دوی تمه لري چې د پولیو په مخنیوي کې به اغېزناک ثابت شي.

د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ نن په کندهار کې هم د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو د واکسیناسیون کمپاین پيل شو چېرې چې د هېواد په کچه د پولیو له درېیو پېښو دوه په دې ولایت کې ثبت شوې دي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو پر ضد سږني کمپاینونه د یوې ځانګړې سراتېژۍ له مخې پلي کېږي چې مثبت اغېز به یې ډېر وي.

هغه زیاته کړه، سږ کال به د واکسین د کمپاینونو تر څنګ په دې ولایت کې د پولیو د پروګرام له لارې ۲۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شي او د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې به له یوه تر ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو شبکې جوړې شي.

دی وايي، پلان شوي ۲۰ روغتیايي مرکزونه به د کندهار په هغو شپږو ولسوالیو کې تر راتلونکو ۲۰ یا ۲۵ میاشتو جوړ شي چې خلک یې له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي.

د ده په خبره، دغه کلینيکونه به د نورو روغتیايي خدماتو تر څنګ د پولیو په مخنیوي کې ګټور ثابت شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د کندهار ښار د نهمې ناحیې زرګونه کورنۍ د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري چې د څښاک د پاکو اوبو د شبکو په جوړولو سره به د پولیو د ویروسي ناروغۍ له انتقال څخه مخنیوی وشي.

پخلا وویل، د دې ترڅنګ د پولیو واکسین په روان کمپاین کې چې همدا نن پیل شو، د کندهار په کچه ۵۶۷ زره ماشومانو ته د پولیو د واکسین تر څنګ د ویټامین اې کپسول هم ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو ضد واکسین اوس مهال د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې کور پر کور او په ځینو ولسوالیو شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش، غورک او معروف کې کې کلي په کلي پلی کېږي، ځکه وسله وال طالبان په دغو ولسوالیو کې کور په کور د واکسین پروګرام پلي کولو ته اجازه نه ورکوي.

د ولسوالیو اوسېدونکي وايي، له هغه وروسته چې په کندهار کې د پولیو پېښې ډېرې شوي خلک هڅه کوي خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

د الله نور په نوم د ډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وویل، د هغو کورنیو شمېر کم شوی چې پخوا به یې خپلو اولادونو ته د واکسین ورکولو مخنیوی کاوه.

هغه زیاته کړه، ډېر خلک په ټولنه کې د موجودو ناسمو اوازو تر اغېز لاندې راغلي خو اوس چې دلته د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ډېرې شوي خلک متوجه شوي او کوښښ کوي خپلو اولادونو ته واکسین ورکړي.

login or register a new account.

Related Topics