کندهار (پژواک، ۱۳ وری ۹۸): د کندهار په کرکټ لوبغالي کې د لوبغاړو د اوسېدو لپاره د یوه معیاري مېلمستون جوړولو چارې پيل شوې.
دغه مېلمستون د اقتصاد وزارت او کرکټ بورډ ادارې په تخنیکي مرسته د هندوستان له خوا د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د دغه مېلمستون د بنسټ ډبرې اېښودلو لپاره د کرکټ بورډ د مشر عزیزالله فضلي په مشرۍ يو پلاوی له کابل څخه کندهار ته راغلی و چې د هغوی تر څنګ په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، یو شمېر نورو چارواکو او د کرکټ سیمه ییزو لوبغاړو ګډون کړی وو.
د کرکټ بورډ ادارې مشر عزیزالله فضلي وویل، دغه معیاري مېلمستون د کرکټ په هغه لوبغالي کې جوړېږي چې یو کال مخکې د هندوستان د یو میلیون امریکايي ډالرو په مالي مرسته جوړ شوی دی.
دی وايي، دغه لوبغالی د کرکټ پر نړیوالو اصولو برابر جوړ شوی خو کرکټ بورډ اداره به په کې په تدریجي توګه نورې اسانتیاوې هم برابروي چې یوه په کې د مېلمستون جوړول دي.
هغه زیاته کړه، د مېلمستون پر جوړولو ۳۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې دا پیسې هم هندوستان ورکوي او د ۱۶ میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دی وايي، دغه مېلمستون به ټولې هغه اسانتیاوې ولري چې د نړۍ د کرکټ لوبغالو نور مېلمستونونه یې لري.
د ده په خبره، په دې مېلمستون کې به د لوبو پر مهال هم د ملي او هم د بهرنیو لوبډلو لوبغاړي اوسېږي.
فضلي دغه راز د اوسني لوبغالي تر څنګ د یوه بل محلي لوبغالي جوړولو خبر هم ورکړ چې د اوسني لوبغالي د بوختیا په صورت کې به په سیمه ییزه کچه د کرکټ لوبې کېږي.
ده یادونه وکړه چې د دې او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره به په کندهار کې کرکټ وده وکړي او نوي استعدادونه به وغوړېږي.
د ولایت مقام مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري وویل، د کندهار ځوانان له کرکټ سره ډېره مینه لري او له هندوستان څخه یې مننه وکړه چې هغوی ته یې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د کندهار د اقتصاد رییس ګل احمد ارین وویل، د دغه مېلمستون د جوړولو تخنیکي چارې د اړوند وزارت او کرکټ بورډ ادارې پر غاړه دي او ده ژمنه وکړه چې څارنه به یې کوي څو کارونه یې په ټاکلې موده کې په روڼتیا مخ ته لاړ شي.
login or register a new account.