Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بادغیس او سمنګان کې لس د ملي اردو سرتېري او ۲۰ طالبان وژل شوي

ايبک (پژواک، ١٣ وری ٩٨): سیمه ییز مسوولین وايي، په بادغیس او سمنګان ولایتونو کې ۱۶ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲۰ طالبان وژل شوي دي.

د باغیس د والي ویاند جمشید شهابي وویل، طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ملي اردو د سرتېرو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې ۲۰ طالبان وژل شوي او دوه د ملي اردو سرتېري ټپیان دي.

دغه راز د بالا مرغاب ولسوالۍ یوه سیمه ییز چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط وویل، وسله والو طالبانو تېره ورځ د بالامرغاب ولسوالۍ په لودینو سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي او د اردو لس منسوبین یې وژلي دي.

هغه زیاته کړه، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په الیشه کلي کې د ملي پولیسو پر پوسته برید کړی خو د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دې اته ساعته نښته کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ده په خبره، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

خو د سیمې یوه اوسېدونکي چې د نوم له خپرېدو یې ډډه وکړه وویل، په دې نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبان وايي، په دې برید کې څلور پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي او یو ټانک یې له منځه تللی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.