Language

په بلخ کې اته پوليس او پنځه طالبان وژل شوي

مزار شريف (پژواک، ۱۳ورى ۹۸): د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شولګر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پولیسو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.  

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د وري په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ياده نښته تېره شپه د شولګر ولسوالۍ په شېخانو کلي کې شوې ده.

د هغه په خبره، په یاده څو ساعته جګړه کې د قوماندان عصمت په ګډون ۸ سيمه ييز پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

عادل وايي چې د امنيتي منسوبینو له تلفاتو سره بیا هم د سیمې امنیتي پوستې سقوط نه دی کړی او سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

د  امنيه قوماندانۍ ویاند همدا راز وايي چې په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې په ډاګه نه کړه.

د یو بل خبر له مخې، په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره ورځ یې د چمتال ولسوالۍ په البرز سیمه کې د هوایي بریدونو پر مهال طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو بریدونو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. شاهین قول اردو ویلي چې یادو عملیاتو کې د طالبانو یو مرکز هم ویجاړ شوی دی. وسله والو طالبانو بیا د دغو دواړو پېښو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.