Language

خلک: د پکتیکا په نکه کې ملکي وګړي بمبار شوي

ښرنه (پژواک، ١٤ ورى ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي د دغه ولایت په نکې ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د ١٨ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

د پکتيا د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي صورت خان د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو په اوشي کلي کې پر ملکي خلکو بمبار کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٨ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه راز د نکې يو بل اوسېدونکي هم د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په  بريد کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او کېداى شي خلک د يادو کسانو د وژل کېدو په غبرګون پراخ اعتراضونه هم وکړي.

خو د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېوني بيا دغه څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې تېره شپه په نکې ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي دي.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه بريدونه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بهرنيو ځواکونو د نکې ولسوالۍ په عاشقي سيمه کې پر ملکي کورونو بمبار کړى دى.

ده وويل چې د دغه بمبار له امله ١٢ ملکي وګړي وژل شوي او څلور کورونه له منځه تللي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هوايي بريدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه شوې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.