Language

​بلخ کې مړه شوې خبرياله خاورو ته وسپارل شوه

مزارشريف (پژواک، ۱۴ وری ۹۸): د بلخ ولايت يوه سيمه ييزه خبرياله چې له دوو کلونو رنځ وروسته پرون ناوخته شوې مړه شوې وه، نن په مزارشريف ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.

مرسل حکيمي په مزارشریف ښار کې د کليد راډيو خبرياله وه چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د ناروغۍ پر بستر پرته وه.

هغې پرون ماښام په خپل کور کې خپل روح حق ته وسپارله او د تل لپاره يې دا نړۍ پرېښوده.

د مرسل مړينې په ټولنيزو رسنيو کې هم زيات غبرګونونه له ځان سره درلودل.

د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجرايوي رييس عطامحمد نور د مرسل حکيمي مړينه د رسنيو کور لپاره لويه ضايعه بللې ده.

نور ليکلي: ((د مرسل د مړينې خبر په اورېدو ډېر خواشينی شوم او د هغې نه شتون د رسنيو کور لپاره ستره ضايعه بولم، کورنۍ ته يې تسليت او متوفې ته د جنت غوښتونکی يم.))

دغه راز د بلخ والي محمد اسحق رهګذر هم په خپل پيغام کې د هغې پر مړينه خواشيني ښودلې او زياته کړې یې ده چې ياد به يې تل پاتې وي.

د مرسل حکيمي پلار محمد شريف پژواک ته وويل چې لور يې ډېرې هيلې درلودې او په وينا يې چې مرګ يې هيلو ته د رسېدو لاره ډپ کړه.

شريف زياتوي چې په پيل کې د مرسل د درملنې امکانات وو خو هغه زياتوي چې د اقتصادي ستونزو او د حکومت او مرستندويه ټولنو نه پاملرنې له امله يې ناروغي نا علاجه بڼې ته واوښته.

هغه وويل چې د لور لومړنی عمليات (اپرېشن) يې په کابل کې وکړ، خو په وينا يې چې تر ګټې يې زيان زيات وو.

محمد شريف زياته کړه: ((کابل کې يوه ډاکټر ته ورغلو، راته کړه يې وویل چې د لور په ملا کې دې تومور دی او بايد اپرېشن يې وشي، ما هم بله لار نه درلوده، غاړه مې ورته کېښوده، عمليات  وشول، خو نه يواځې دا چې ګټه يې ونه کړه، بلکې زما د لور د فلج کېدو لامل هم شول.))

د نوموړي په وينا، نږدې درې مياشتې وړاندې يې لور د درملنې لپاره ترکيې ته واستول شوه، خو زياته يې کړه چې ناروغي يې خراب حالت ته رسېدلې وه.

login or register a new account.