Language

د خوست مېرمنو تر سولې مخکې د اوربند غوښتنه وکړه

خوست ښار(پژواک، ۱۶ وری ۹۸): خوست کې د «سولې کوترې» په نوم د مېرمنو د يوې ټولنې غړو په قطر کې د افغان سولې په تړاو د ښکېلو لورو له خوا د خبرو تر پيلېدو وړاندې د اوربند د اعلانېدو غوښتنه وکړه.

هغوی چې نن د (وري ۱۶مه) ددغې ټولنې پرانېست غونډې ته يې خبرې کولې وويل چې له دې مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پنځه پړاوونه بشپړ شوي، خو تراوسه يې ښکاره پايله نه ده تر سترګو شوې.

ددغې ټولنې يوې غړې تقوا غونډې ته وويل، مخکې له دې چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د شپږم ځل لپاره خبرې پيل شي، لومړی دې جنګ کې ښکېلې خواوې په اوربند توافق وکړي.

د هغې په وينا، هېواد کې د روانې جګړې ډېر زيان افغانانو په ځانګړي ډول مېرمنو او ماشومانو ته رسېږي.

تقوا زياته کړه: ((زموږ د خوست مېشتو خويندو او وروڼو غوښتنه همدا ده او دا يې هيله ده مخکې له دې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې پيل شي، اول بايد اوربند اعلان شي او وروسته دې خبرې وکړي)).

د خوست د شيخ زايد پوهنتون د جندر عمومي مديرې پلوشې غونډې وويل چې له دې وړاندې د زلمي خليلزاد او وسله والو طالبانو ترمنځ پنځه ځله خبرې شوې، خو د سولې هيڅ څرک نه ليدل کيږي.

نوموړې وايي، دا چې اوس د شپږم ځل لپاره د خبرو تابيا نيول شوې، نو هيله ده چې دا ځل له خبرو څخه  يوه مثبه پايله راووځي او له ولس سره شريکه شي.

پلوشه زياتوي: ((موږ له ښکېلو او له مسوولو کسانو څخه دا غواړو چې موږ د يوې دايمي سولې غوښتونکي يو او په دې باندې بايد له زړه نه هڅه وشي نه صرف خبرې، دا ځل بايد يوه پرېکړه وشي، ځکه موږ سولې ته ډېر ليواله يو)).

د «سولې کوترې» په نوم د مېرمنو ددغې ټولنې بلې غړې کلثوم د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ، افغان ولسمشر محمداشرف غني او وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وويل چې نور دې د افغان ولس په زامنو ورحميږي او د سولې لپاره دې رښتينې هلې ځلې وکړي.

هغه وايي: ((که زموږ د خوار ولس د ماشومانو په څېر ستاسو بچي د اور په لمبو کې وسوځيږي څه به کوئ، که زما د ټولنې د مور په څېر ستا د مور زامن ووژل شي څه به کوئ، نو د خدای په خاطر چې د سولې لپاره پاکې او سپيڅلې لارې ولټوئ)).

د خوست يادې مېرمنې دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سيمې هېوادونو په شپږم سفر وتلی او وړمه ورځ يې له حکومتي چارواکو او يو شمېر سياسي او جهادي مشرانو سره په ارګ کې خبرې کړې دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.