Language

د سيمه ييزې اردو سلګونه سرتېري پکتيکا کې په دندو وګومارل شول

ښرنه (پژوک، ١٧ ورى ٩٨) : د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ملي اردو اړوند د سيمه ييزې اردو ۸۴۰ تنه سرتېري له دوه مياشتنيو زده کړو ورسته خپلو سيمو ته د امنيت د ټينګښت په موخه لېږل کېږي.

په دې اړه د وري په ١٧ مه جوړو شويو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت استازي ډګروال حبيب احصاري وويل چې دغه ۸۴۰ سرتېري به د ملي اردو په چوکاټ کې په خپلو سيمو کې دندې تر سره کړي.

هغه زياته کړه چې دوى به د پکتيکا ولايت د مرکز، اورګون، سروبي، ګومل برمل، خيرکوټ او جاني خېلو ولسواليو کې د محلي اردو په چوکاټ کې دندې تر سره کړي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان دادن لونګ هم وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د تعرض په حالت کې دي، نو له همدې امله باوري دى چې دغه سرتېري به د خپلو سيمو امنيت خوندي کړي.

د نوموړي په وينا، افغان امنيتي ځواکونه د جګړو په ډګر کې بريالي دي او د ولس په ملاتړ به وکولی شي د حکومت او ولس تر منځ فاصله له منځه يوسي.

د پکتيکا والي ډاکټر مجيب الرحمن څمکني وويل چې ولسونه د افغان ځواکونو ملاتړ ځکه کوي چې د هغوى په اوږه ليکل شوي (خدای، هېواد  دنده) چې ياد الفاظ د هر افغان غوښتنه ده.

د پکتيکا د ولايتي شورا استازي وکيل عزيز او د مدني ټولنو مشر خورشيد امان کټوازي هم وويل چې د پکتيکا ولايت امنيتي سرتېرو د امنيت په ټينګښت کي مهم رول لوبولی دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.