Language

د کندهار ښاريان د څښاک اوبو د لګښت له درکه ۱۹۱،۷ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

کندهار (پژواک، ۱۷ وری ۹۸): د کندهار ښار ډېری اوسېدونکي د اوبو د لګښت بېلونه نه تحویلوي چې له دغه درکه د دولتي ادارو په ګډون پر کندهار ښاریانو ۱۹۱،۷ میلیونه افغانۍ پور پاتې دی.

د کندهار د ښاري اوبو او کانالیزاسیون ریاست چارواکي وايي، دغه وضعیت د دې ادارې پر کار بد اغېز کړی او نه شي کولای ډېر خدمات وړاندې کړي.

د دې ادارې رییس انجنیر محمد نادر کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه اداره توانېدلې چې د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې ۶۸۰۰ کورونو ته د نل په وسیله د څښاک پاکې اوبه ورکړي.

خو دی وايي، لویه ستونزه دا ده چې له دې ډلې یوازې ۸۰۰ کورونه د اوبو د لګښت بیلونه تحویلوي خو پاتې شپږ زره کورونه چې یو شمېر دولتي ادارې هم په کې شاملې دي د اوبو لګښت نه ورکوي.

د ده په خبره، د دې ادارې له پیل راهیسې بیا تر اوسه پر خلکو د اوبو د لګښت له درکه ۱۹۱،۷ میلیونه افغانۍ پاتې دي.

دی وايي، په وار وار یې دغه ستونزه له ولایتي ادارې سره شریکه کړې او د دې تر څنګ یې د سیمه ییزو رسنیو له لارې خلک هڅولي چې د برېښنا لګښت تحویل کړي، خو دغو هڅو یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د ده په خبره، که دغه ستونزه حل شي او خلک د اوبو د لګښت بيلونه تحویل کړي نو دوی به وتوانېږي د ښار ټولو کورونو ته د اوبو نلونه وغځوي، په داسې حال کې چې اوس د دوی له خدماتو یوازې ۱۵ سلنه وګړي برخمن شوي دي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې په کندهار ښار کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو شبکه ډېره زړه او د ۱۹۵۳ زېږدیز کلونو د مهال ده چې نوې کېدو ته اړتیا لري خو دوی بودیجه نه ورته لري.

نوموړي د څښاک د پاکو اوبو د ناقانونه نلونو موضوع هم یاده کړه چې ډېر وګړي په پټه خپلو ودانیو ته د اوبو نلونه غځوي چې دوی ته یې ستونزې جوړې کړي دي.

خو ده وویل چې د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شوي دي.

هغه دغه راز بله ستونزه د خپلسرو برمو یا ژورو څاګانو د کیندلو وبلله چې دغلته یې د اوبو کچه ډېره ټيټه کړې ده.

دی وايي، په دې وروستیو کې د دې او ګڼو نورو لاملونو له سببه له ځمکې لاندې د اوبو کچه لسګونه متره ټیټه شوې ده.

login or register a new account.

Related Topics