Language

د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې شپږ سرحدي پوليس وژل شوي

کندوز (پژواک، ١٨ ورى ٩٨) : چارواکي وايي چې د کندوز ولايت په امام صاحب  ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريدکې شپږ سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ امنيه قوماندان امان الله ابراهيمي د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، په ځوابي نښته کې پنځه طالبان هم وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.

د امام صاحب ولسوال حميدالله هم نښته تاييدوي.

د ولايتي شورا منشي خال الدين حکيمي چې د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکى هم دى، وايي چې تېره شپه طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى، پنځه پوليس يې وژلي او يو شمېر نور پوليس نادرکه شوي دي.

طالبانو ددغه بريد مسووليت منلى.

login or register a new account.