Language

په بغلان کې د درې پروژو کار پيل شو

پلخمری(پژواک،١٨وری  ۹۸) : د بغلان  په ده صلاح ولسوالۍ کې د څه دپاسه ۳۵ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو پلونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ددغه ولايت د کلیو بيارغونې او پراختیا رييس انجنيراول خان احمدزي د وري په ١٨مه، وويل چې ددې پلونو جوړېدو سره به ښار ته ددغه ولايت  د شپږ و ولسواليو د اوسېدونکو دتګ راتګ  ستونزې هوارې شي .

هغه زياته کړه، پر دغو درې واړو پلونو ۳۵ میلیون او٥٠٠ زره افغانۍ لګښت راځي چې دکلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت له خوا کلیوته دلارو جوړولو برنامې له بودیجې څخه ورکول کیږي .

د احمدزي په وینا، په دغو پروژوکې به ترشپږو میاشتو د ورځې ۵۰ کسانوته دکارکولوزمینه برابره وي.

دده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکي معلم نورالله  د دغو پروژو پرپیل خوښي ښي اووايي چې  د لارو خرابوالي پر مهال یې دولسوالۍ بازارته ساعتونه مزل کاوه خواوس چې دجوړوشویو لارو پلونه هم ورغول شي د ولایت مرکزپلخمري ته به یې  ۸ ساعته  مزل ۲ساعتونو ته راکم شي .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.