کندهار (پژواک، ۱۹ وری ۹۸): امنیتي چارواکي وايي، د څو ورځنیو پوځي عملیاتو په پایله کې يې د کندهار- اروزګان لار د وسله والو له شتون څخه پاکه کړې او پرانیستې يې ده.
د يادونې ده، چې تېره مياشت هم امنيتي ځواکونو دا لاره پرانېستې وه، خو تر ٢٤ ساعتونو وروسته بېرته وسله والو وتړله.
دغه عملیات له تېرو څلورو ورځو راهیسې د شاولیکوټ ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې روان دي چې دغه لار ورڅخه تېرېږي.
په دغو عملیاتو کې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونه ګډون لري چې بهرني ځواکونه یې د هوا له لارې ملاتړ کوي.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار- اروزګان لار په بشپړه توګه پرانېستل شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دغې لارې د خلاصون لپاره له تېرو څو ورځو راهیسې ګډ عملیات روان دي چې په پایله کې يې ګڼ وسله وال وژل شوي، ټپیان شوي او تښتېدلي او پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.
دی وايي، د دغو عملیاتو په لړ کې د امنیت ساتلو په موخه د لارې په اوږدو کې د ملي اردو دوه قرارګاوې هم جوړېږي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، د اتل صفر یو په نوم د کندهار- اروزګان لارې د خلاصون په موخه پیل شوي عملیات د ملي اردو د څلورمې او لومړۍ لوا د ځواکونو له خوا روان دي چې پولیس او ملي امنیت یې هم ملتیا کوي.
ده زیاته کړه، د عملیاتو ډېر تمرکز د شاولیکوټ ولسوالۍ په اردوبلاغ سیمه دی چېرې چې وسله والو د لارې د ناامنه کولو په موخه پټنځایونه جوړ کړي وو، پر لاره یې ماینونه ځای پر ځای کول او خلک یې ځورول.
دی وايي، د دغو عملیاتو په پایله کې لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.
ده هم وویل چې د لارې د امنیت لپاره د دوو مستحکمو بېسونو پر جوړولو کار روان دی.
د دې لارې کنټرول له شاوخوا یو کال راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې و.
login or register a new account.