Language

تخار او بغلان ته نوي واليان معرفي شول

کابل، پلخمري (پژواک، ١٩ ورى ٩٨) : احمد فريد بسيم د بغلان  او عبدالحق شفق د تخار ولايتونو لپاره معرفي او نن يې رسما خپلې دندې پيل کړې.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند سيد شاه سقيم د وري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمه‌ ييزو ارګانونو د پاليسي معين ډاکټر تېمور شاران نن د بغلان ولايتي ادارې، مدني ټولنو او خلکو ته احمد فريد بسيم د نوي والي په توګه ور وپېژانده.

شاران د بغلان له مخکني والي عبدالحي نعمتي څخه مننه وکړه چې په دغه ولايت کې يې د حکومتولۍ د پراختيا او متوازن انکشاف په برخو کې پراخه هڅې کړې دي.

د بغلان نوي والي خلکو ته د وينا پرمهال ځانګړې کاري ژمنه ونه کړه، خو يواځې له ځايي طالبانو دسولې له پروسې سره دیو ځای کېدو غوښتنه يې وکړه .

سقيم وايي، احمد فريد بسيم د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده‌کړې لري او په سیاسي، مدیریتي او امنیتي برخو کې د پوره تجربې خاوند دی.

دغه راز هغه وويل، چې عبدالحق شفق نن د تخار د نوي والي په توګه رسما دنده پيل کړه.

هغه زياته کړه، چې نوموړى د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري معين روح الله نيازي لخوا د خلکو مامورينو او خلکو ته معرفي شو.

نيازي په دغو مراسمو کې د تخار له مخکېني والي ښاغلي فضل الله مجددي هم مننه وکړه چې پرته له کوم توپير څخه يې د دغه ولايت ټولو خلکو ته خدمت کړی او د ښې حکومتولي په برخه کې يې پرېمانه هڅې کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics