Language

د بدن د ښکلا اتل او د کندوز د تېکواندو فدراسيون مسوول ووژل شو

کندوز (پژواک، ١٩ ورى ٩٨) : د کندوز ولايت د تېکواندو فدراسيون مسوول او د بدن ښکلا اتل کامل کريمي په مرموز ډول وژل شوى دى.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني د وري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه دوه بجې د ښار د لومړۍ حوزې اړونده د سپين زر کلوپ ترڅنګ رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، استاد کامل کريمي په خپل موټر کې سپور و، چې د ملي امنيت ځواکونو ورته د درېدو اشاره کړې، خو هغه نه و درېدلى او سرتېرو پرې هوايي ډزې کړې دي.

د رحماني په وينا، تر هوايي ډزو وروسته د کامل موټر د سړک ترڅنګ له ونو سره لګېدلى او په دې پېښه کې هغه مړ شوى دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په دې اړه څېړنې پيل شوې دي چې نوموړي په ترافيکي پېښه کې ژوند له  لاسه ورکړى او که د سرتېرو په ډزو کې.

د هغه د کورنۍ يو تن غړي ضياء الحق ضيايي پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کې کامل کريمي ته د مرګ ګواښونه هم شوي وو.

ده زياته کړه : (( درې ورځې مخکې هغه په کور کې ويلي و چې د ترور ګواښونه ورته شوي.))

د ضيايي په وينا، ويل کېږي چې د تېرې شپې په پېښه کې د ملي امنيت يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.

د ملي امنيت رياست په دې اړه له څه ويلو ډده وکړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.