Language

په ښرنه کې حکومت او خلک په ګډه شل کيلومتره سړک بيارغوي

ښرنه (پژواک،١٩ ورى ٩٨): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د حکومتي چارواکو او خلکو له لوري د دې ولايت هغه لارې چې د ژمي د واورو او بارانونو له امله تخريب شوې وې، د جوړولو حشر تر سره شو.

په دغه حشر کې د ښرنې کلیوالي پراختیايي شوراګانو او د بېلابېلو دولتي ادارو کارکوونکو برخه اخیستې وه، چې لویه موخه یې عام المنفعه او خیریه کارونو ته د خلکو هڅول وو.

د پکتیکا ښاروال انجنيرعبدالکریم متین له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، که څه هم له ښاره وتلي سړکونه د فواید عامې ریاست اړوند دي، خو دوی د همکارۍ له مخې د یاد سړک په جوړولو کې برخه اخيستې ده.

د ده په خبره، دغه سړک شل کيلومتره سړک چې مخکې خام و، اوس به جغل پرې اچول کېږي او په اټکلي توګه ورباندې لس ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په ګډه حکومتي ادارې او خلک يې ورکوي.

دى وايي، د سيمې خلکو له خوا کارګر او تراکتورونه ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، د ښرنې ښار سوېل ختیځ لوري فرعي سړک چې تر ډېره پرې غټ او بار لرونکي موټر تګ راتګ کوي، په دې وروستیو کې ډېر خراب شوی، خو له نورو ادارو او عامو خلکو سره په ګډه یې پرې کار پیل کړی، تر څو په ځانګړي ډول لوی موټر پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

په ښرنه کې د یوې کلیوالي پراختیايي شورا (CDC) مشر جمعه محمد وايي، سربېره پر دولت خلک  هم مسوولیت لري چې د سړکونو او دې ته ورته عامه ځایونو او تاسیساتو په جوړولو کې برخه واخلي.

نوموړی وايي، په دې حشر کې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې لسګونه کلیوالي شوراګانو غړو د خپل توان په اندازه برخه اخیستې، تر څو په دې برخه کې خپل مسوولیت تر سره کړي.

د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکنى وايي، نننی حشر د دولتي ادارو او ولایتي شورا په ګډه همغږۍ جوړ شوی او د سیمې عام خلک هم په کې برخه لري.

د ده په وينا، دولت کولای شي یاد سړک خپله جوړ کړي، خو له ګډ حشر یې موخه ګډ مسوولیت ده، ترڅو خلک هم خپل ښار او سیمه پردۍ ونه ګڼي او د مسوولیت احساس وکړي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم پکتیکاوالو د ونو ايښودلو، سړک جوړولو او په نورو مختلفو حشرونو کې برخه اخیستې، خو د سړک جوړولو دا لومړنی حشر دی چې په یو وخت کې دولت او خلک په ګډه پرې کار کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.