ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د لاسي بم په بريد کې يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي

کاپيسا کې د لاسي بم په بريد کې يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي

author avatar
9 Apr 2019 - 18:21
کاپيسا کې د لاسي بم په بريد کې يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي
author avatar
9 Apr 2019 - 18:21

محمودراقي (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د کاپیسا د مرکز اړوند د ده باباعلي سيمه کې یو تن پر عامو خلکو د لاسي بم بريد کړى او له امله يې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند سروش کوهستاني د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بريد نن له غرمې وروسته په درېيو بجو شوى دى.

دى وايي چې وژل شوى تن نوى ځوان دى او ټپيان د درملنې لپاره د ده باباعلي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، پولیسو په دې اړه دوه تنه نيولي او څېړنې ترې روانې دي تر څو د بم د غورځولو اصلي هدف څرګند شي.

د غفار په نوم  د بازار یو تن دوکاندار وايي وژل تن نوى ځوان دى او د سړک پر غاړه يې سابه پلورل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.