Language

د پکتيکا د ارګون خلکو هم د اوربند غوښتنه وکړه

ښرنه (پژواک، ٢٢ ورى ٩٨): د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو د يوې لويې غونډې پر مهال په هېواد کې د افغان امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې ژوره اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت او وسله والو طالبانو يې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د يادې غونډې ګډونوال او د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالقيوم وايي چې د دغه ولايت ټول خلک د نورو هېوادوالو په څېر د سولې تږي دي.

هغه پر وسله والو طالبانو او د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې اترې پيل کړي.

مدني فعال محمدالله همت يار وويل چې افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري او پر سياسي جوړ جاړي دې کار وشي.

نوموړي د افغان شخړې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې د اوربند کولو تر څنګ د سولې د خبرو لپاره رغنده اقدامات وکړي.

ديني عالم مولوي غازي هم وويل چې د ارګون زون د نهو ولسواليو اوسېدونکي په يوه خوله له وسله والو طالبانو غواړي چې بين الافغاني مذاکراتو کې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

هغه زياته کړه: ((سوله د الله ج امر دی او د افغان ولس غوښتنه ده، نو بيا ولې وسله وال طالبان له امريکا سره سوله کوي او افغان دولت يوې څنډې ته کوي چې په دغه کار سره له يوې خوا وسله وال طالبان د خلکو په منځ کې خپل ځای له لاسه ورکوي او بل پلو د افغان ولس غوښتنې نا ديده نيسي))

هغه پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د دايمي سولې لپاره دې اوربند وکړي او له سياسي لارې دې ځان واک ته ورسوي.

د يادونې ده چې په دې غونډه کې ګډون والو له مشورتي لويې جرګې هم غوښتنه وکړه چې د سولې په برخه کې په رښتيني ډول خپل رول ترسره کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.