غزني ښار (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : د کابل -کندهار پر لويه لاره د غزني ښار دروازې ته څېرمه د واده د مراسمو موټرو ته د پوليسو په ډزو کې درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د واده د کورنۍ يو تن غړي محمد اکرم د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ پوليسو د غزني په دروازه کې د واده موټر ودرول او له دوى څخه يې د شيرنۍ غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه، پر دې مهال ځينو پوليسو هوايي ډزې وکړې چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ناوې يې له کابل څخه غزني ته راوړه او دوى د پوليسو له ياد برخورد سره مخامخ شول.
د غزني د ولايتي روغتون يو تن نوکريوال ډاکتر نورالله پژواک ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې درې ماشومان ور وړل شوي وو، چې يو يې وژل شوى و او دوه نور ټپيان دي.
هغه د يوه ټپي ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري ياده پېښه مني او وايي چې په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې په دې تړاو يو پوليس نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP