مزار شريف ( پژواک، ۲۵ ورى ۹۸) : د بلخ او سمنګان د ولايتي شوراګانو مسوولين او يو شمېر مدني فعالان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د يادو دواړو ولايتونو امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.
د بلخ او سمنګان ولايتونو د امنيتي ستونزو او همدا راز په سمنګان ولايت کې معلوماتو ته د خبريالانو د نه لاسرسي په تړاو د وري په ۲۵مه، د بلخ په ولايتي شورا کې کنفرانس جوړ شوی و.
د سمنګان د ولايتي شورا رييس حاجي رازمحمد په ياد کنفرانس کې وويل، په وروستيو اوونيو کې د دغه ولايت امنيتي وضعيت تر بل هر وخته ډېر خراب شوی دی.
د هغه په خبره، دمګړۍ وسله وال مخالفين د سمنګان ولايت په څو طرفونو کې راټول شوي او د امنيتي وضعيت د لا خرابېدو هڅه کوي.
نوموړی وايي، دره صوف بالا، دره صوف پايين، روی دوآب ولسوالۍ او د سمنګان يو شمېر نورې سيمې له جدي امنيتي ننګونو سره مخ دي.
هغه وويل، په وروستيو څو مياشتو کې سمنګان کې ۹۵ کسان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپيان شوي؛ خو د دغو کسانو هويت يې په ډاګه نه کړ چې ملکي وګړي دي که دولتي ځواکونه .
راز محمد نيوکه وکړه، چې حکومت د يادو امنيتي ننګونو په تړاو لازمه پاملرنه نه کوي.
د ولايتي شورا رييس وويل، که د سمنګان امنيتي وضعيت ته پاملرنه ونه شي؛ نو وېره ده چې دغه ولايت به د طالبانو لاس ته ولوېږي او سقوط به وکړي.
هغه دا هم وويل، چې د سمنګان ولايت د امنيتي ځواکونو تر منځ لازمه همغږي هم موجوده نه ده.
login or register a new account.