Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پل علم (پژواک ٢٥ وری ٩٨): د لوګر پوليس ، د مرکز اړونده عمراباد سيمه او پل علم ښار دننه يي لس تنه چي دولتي ځمکه يي غصب کړي نيولي دي. 

 د امنیه قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي  د  وري په ۲۵مه، پژواک  خبري اژانس ته ته وويل ، چې یاد کسان د دولتي ځمکو د  غصب پرمهال د پولیسو لخوا لاس په لاس نیول شوي دي.

د نوموړي دمعلوماتو له مخې په نيول شويو کسانو کې میرزا آغا- گل محمد- سردارولي - حاجي محمد - سردارولي - بریالی - نورآغا- فقیرمحمد - احسان الله - ذوالفقار  او ګلزاده شامل دي چي تر څيړنو و روسته به عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي شي. 

هغه وايي چې امنيه قوماندان ټولو کشفي او امنيي پوليسو ته امر کړي چې د دولتي ځمکو د غاصبينو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي څوک چې د دولت ځمکه غصب کوي وې نيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د ولايتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی پژواک ته وويل  چې په تيرو ١٧ کلنو کي د مرکز په ګډون په ټول ولايت کې زرګونه جريب دولتي ځمکه د يو شمير زورواکو او اشخاصو لخوا غصب شوي چي حکومت د غاصبينو په نيولو او د ځمکي په بيرته را ګرځولو کي پاتې راغلي. 

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.