کندوز (پژواک، ٢٦ وری ٩٨): امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو د کندوز ښار د سقوط لپاره برید وکړ خو د امنیتي سرتېرو له مقاومت سره مخ شول او خپلې دې موخې ته ونه رسېدل او له درنې مرګ ژوبلې وروسته یې شا تګ وکړ.
د کندوز امنیه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي پژواک ته وویل، درې ورځې مخکې له ۲۵۰ ډېرو داخلي او بهرنیو طالبانو پر کندوز ښار برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت وروسته یې شاتګ وکړ.
ستانکزي زیاته کړه: ((طالبانو درې شپې مخکې شاوخوا درې بجې پر کندوز ښار، د کندوز ـ خان اباد پر لویه لار او چهار درې ولسوالۍ پراخ بریدونه وکړل چې له نېکه مرغه د قهرمانانو له خوا پر شا وتمبول شول.))
د ده په خبره، په دې نښته کې ۲۰ وسله وال مخالفین و وژل شول او ۲۰ نور ټپیان وو.
د کندوز دغه لوړپوړي چارواکي دغه راز په ډاګه کړه چې په دې نښته کې اته امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۸ نور ټيپان دي او وسله وال طالبان له سیمې شړل شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال هلال الدین هلال چې په کندوز کې یې له طالبانو سره د امنیتي سرتېرو د جګړې مشري کوله، پژواک ته وویل، طالبانو غوښتل چې د امتیاز اخیستو لپاره د افغانستان څو ښارونه پر یوه وخت سقوط کړي خو د هېڅ ښار په سقوط بریالي نه شول.
هلال زیاته کړه، طالبان شاتګ ته اړ شول او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته او همدا اوس د کندوز ښار په داخل او لویه لار امنیتي وضعیت نورمال دی، خلک کولای شي په ازادانه توګه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.
د ملي دفاع وزیر زیاته کړه: ((طالبانو ته امر شوی و چې د سولې په بهیر کې د امتیاز اخیستو لپاره د کندوز په ګډون څو ښارونه سقوط کړي خو د سختو تدابیرو له امله پر دغه کار بریالي نه شول. ۲۰مې پامیر فرقې، ۱۲۷ قول اردو ارتقا وکړه چې له دې وروسته به په شمال ختیځ زون کې وضعیت ښه شي.))
دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي سرتېرو د عملیاتو په ترڅ کې نن سهار له درېیو ورځو وروسته د کندوزــ تخار لویه لار د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه خو اوس هم ګواښونه شته دي.
بلخوا د کندوز حوزوي روغتون یوه مسوول چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل، پر کندوز د طالبانو د درې ورځې مخکې برید څخه یاد روغتون ته ۹۴ ټپیان انتقال شوي چې تر ۵۰ ډېر یې نظامیان وو، دغه راز ۱۸ جسدونه چې ۱۲ یې د نظامي سرتېرو وو، یاد روغتون ته انتقال شوي دي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سیمه ییزو چارواکو ادعا رد کړه او ویې ویل، په دې نښته کې یوازې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
login or register a new account.