مزارشريف (پژواک، ۲۷ وری ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر مېرمنو د واټ پر سر په راټولېدو او د نقاشۍ يوه نندارتون په جوړېدو سره غوښتنه وکړه چې د سولې په خبرو کې دې د دوی حقوق او لاسته راوړنې له پامه نه غورځول کېږي.
دغه مېرمنې د وري په ۲٧مه د مزار ښار په باغ زنانه بڼ کې راټولې شوې وې.
د پروګرام يوه سمبالوونکې او د ښځو حقونو فعاله مژده لطيف وايي چې د خپل غږ پورته کېدو او نړيوالو له خوا اورېدو په موخه يې دغه پروګرام جوړ کړی دی.
هغې پژواک ته وويل چې د سولې په روانو مذاکراتو کې د ښځو ځای تر اوسه نه دی مشخص شوی او دوی غوښتنه کوي چې له پامه دې نه غورځول کېږي.
مېرمن مژده زياتوي چې لا هم د افغانستان په ډېری دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه سمبوليکه ده.
د هغې په خبره، مېرمنو ته بايد په ټولو سياسي او ټولنيزو چارو کې په حقيقي ډول ونډه ورکړل شي.
نوموړې دغه راز وايي، هغه مېرمنې چې په ټولنه کې فعاله ونډه لري، بايد له هڅو او کړنو یې قدرداني وشي.
فرزانه اخلاقي هغه نقاشه ده چې په دغه پروګرام کې يې خپل يو شمېر اثار نندارې ته وړاندې کړي دي.
هغه زياتوي چې د نقاشۍ پر مهال ډېری وخت د ښځو محروميتونه، سوله، د جګړې او تاوتريخوالي زيانونه په پام کې نيسي او له دې لارې غواړي، چې د مېرمنو غږ تر يوه ځايه ورسوي.
دې زياته کړه چې لا هم ډېری افغان مېرمنې نه له خپلو حقونو څخه ناخبرې دي.
مېرمن اخلاقي وويل: ((سره له دې چې دلته مېرمنو ته د ډېر کار کولو ادعاوې کېږي؛ خو له بده مرغه چې لا هم اکثريت افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه ناخبرې دي، زمونږ هڅه دا ده، چې د همدې مېرمنو غږ او غوښتنو ته انعکاس ورکړو.))
د هغې په خبره، له دې وروسته بايد مېرمنې له پامه ونه غورځول شي.
login or register a new account.