پلخمري (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د بغلان ولایت د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې حکومت د ځايي خلکو له مشورو پرته د پراختيايي پروژو پلان جوړوي چې ډېری یې د سیمې د اوسېدونکو اړتياوې نه پوره کوي.
د بغلان يادو خلکو دغه څرګندونې د وري په ۲۸مه په پلخمري کې د روان کال د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره جوړه شوې غونډې ته وکړې.
په دې ناسته کې د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکي غوث الدین وویل، کلونه کېږي چې خلک د دې ولسوالۍ په بازار کې د شل بستریز روغتون جوړولو غوښتنه کوي خو تر اوسه یې په اړه اقدام نه دی شوی.
هغه د بېلګې په توګه وويل چې د دوشي اړوند سیمو په ډېری ترافیکو پېښو کې ټپي شوو کسانو او ځينو عاجلو ناروغانو د روغتون د لرې والي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
همدارنګه د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکي ارباب رحم خدا هم وویل چې په کلني انکشافي پلان کې د خلکو اړتياوې په پام کې نه نيول کېږي.
دی وايي چې په سیمه کې یې معیاري روغتیايي مرکز نشته او نه یې هم د جوړېدو څرک شته.
يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پاى کې د بغلان والي احمد فرید بسیم وويل چې وویل چې په دې وروستيو کې حکومت په پراختيايي برخو کې د ښارونو پر ځاى کليو او بانډو ته پاملرنه ډېره کړې ده.
خو ده وويل چې د امنيتي ګواښونو له امله په ځينو سيمو کې پراختيايي پروژې نه پلې کېږي نو ځکه په پلان کې هم نه شاملېږي.
د يادونې ده، سږ کال د بغلان د پراختيايي پروژو د تطبيق لپاره ١،٩ ميليارده افغانۍ په پام کې نيول شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP