Language

د پکتیکا د سروبي ولسوال ټپي شوی

ښرنه (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوال ټپي شوى دى.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د اورګون ولسوالۍ په بازار کې ناپېژاندو وسله والو د سروبي پر ولسوال محمد رضا خروټي بريد کړى دى.

هغه وايي چې خروټی په دغه بريد کې ټپي شوى او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

ده زياته کړه چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

دغه راز د اورګون ولسوالۍ د ملکي روغتون مشر ډاکتر ابراهيم پژواک ته وويل چې د سروبي ولسوال محمد رضا خروټى په ټپي حالت کې دوی ته انتقال شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، ولسوال درې مرمۍ لګېدلى خو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

بل لور ته يوې سرچينې پژواک ته وويل چې ولسوال د خپل خوريي په دوکان کې ولاړ و چې ناپېژاندو کسانو پرې ډزې وکړې او وروسته له سيمې و تښتېدل.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.