Language

ښرنه کې يوه سپين ږيري په ٢۲ مياشتو کې قران کريم ليکلى

ښرنه (پژواک، ٣١ ورى ٩٨): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې يوه سپين ږيري په ٢۲ مياشتو کې قران کريم ليکلى دى.

دغه ٨٨ کلن سپين ږيرى بهاول خان نوميږي او د مرکز ښرنې اړوند د سليمانزو سيمې اصلي اوسېدونکى دى.

هغه وايي: ((دا دويم ځل دى چې قران کريم په خپل قلم ليکم دا زما او زما د کورنۍ لويه هيله وه چې پوره شوه.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ايتونو ترمنځ شمېرې يې په شنه، سره او تور قلم ليکلي او له دې کار څخه يې موخه د افغانستان ملي بېرغ دى.

ده وويل چې د ده پر لاسونو د ليکل شوي قرانکريم پر زر ټوکه چاپ باندې ٢٥٠ زره افغانۍ لګښت راځي چې دى يې د ورکولو توان نه لري.

بهاول خان له حکومتي مسوولينو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د دغه قران کريم په چاپولو کې ورسره مرسته وکړي.

بهاول خان وايي چې د خپل ژوند په اوږدو کې يې په هېواد کې ډېرې جګړې وليدي، خو اوس غواړي چې يو ځل سوله هم په هېواد کې وګوري.

ده زياته کړه: ((يو ځل هېواد ته سوله راشي، ټول خلک ارامه و وينم بيا که مړ هم شم پروا نه کوي.))

د هغه په خبره، چې په هېواد کې د هرې وژنې له خبرېدو سره يې زړه ټکانونه کوي، ژړا ورځي او نور د دغه شان حالت د دوام توان نه لري.

نوموړي په افغانستان کې د جګړې له ښکيلو غاړو غوښتنه وکړه چې نور د جګړې پرځاى د سولې لار خپله کړي.

د هغه په اند، په افغانستان کې ټول سوله غواړي نو حکومت او طالبان بايد سولې ته لومړيتوب ورکړي.

په دې اړه د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رييس حميدالله هميم پژواک ته وويل چې د بهاول خان له لوري په لاس د قران کريم ليکل دوى ستايي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.