Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال په کندهار کې د تېر په پرتله لږ کوکنار کرل شوي

کندهار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): چارواکي وايي، که څه هم سږ کال تر دې مهاله د کوکنارو د کښت کچې معلومولو سروې نه ده شوې، خو د تېر په پرتله په دغه ولایت کې کوکنار لږ کرل شوي دي.

وچکالي او د اوبو کمښت په کندهار کې د کوکنارو د کښت د کموالي اصلي عوامل بلل کېږي.

په کندهار کې له نشه یي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ضد ادارې/ UNODC د کوکنارو د کښت د کچې معلومولو سروې نه ده کړې خو هغه معلومات چې دوی یې له سیمې لري، ښيي چې سږ کال په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت کچه ټيټه ده.

هغه زیاته کړه، تېر کال په دغه ولایت کې پر ۳۸زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال دغه کچه ټيټه ده.

دی وايي، د کوکنارو د کښت کمېدو اصلي عوامل وچکالي ده، دا چې د کوکنارو کښت ډېرې اوبه او زیاته خواري غواړي، ډېرو کروندګرو کم کوکنار کرلي دي.

ده زیاته کړه، د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د کوکنارو کښت صفر شوی، ځینې نورې بیا صفر ته نږدې شوې او په ځینو نورو لکه ژېړۍ، پنجوايي، میوند او شاولیکوټ کې لا هم کوکنار کرل کېږي.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه کوکنار د دغه ولایت په هغو سیمو کې کرل کېږي چې پراخې ځمکې لري او د حکومت حاکمیت په کې ضعیف وي.

خو د شکران په وینا، تر هغه چې د کروندګرو په ژوند کې بدلون نه وي راغلی، د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د کښت مخنیوی ناممکن دی.

ده وویل، د کروندګرو عمده ستونزه د اوبو کمې سرچینې او د روا محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتوالی دی.

دى وايي، مافیايي کړۍ د کروندګرو له غربته نا سمه ګټه اخلي او هغوی اړ باسي چې کوکنار وکري، په داسې حال کې چې د کروندګرو پر ځای یې ډېره ګټه همدوی ترلاسه کوي.

د شکران په خبره، په ډېرو ساحو کې ان درې او څلور فصله کوکنار کرل کېږي.

نوموړي زياته کړه، په اوسنیو شرایطو کې د حکومت لپاره دا ګران کار دی چې د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي په موخه ټولو کروندګرو ته بدیل معیشت برابر کړي خو بیا هم په دې برخه کې ډېر څه شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.