Language

په بغلان کې پر ۴۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې اوبه بندې شوې دي

پلخمری(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): په بغلان کې د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو له امله پر ۴۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې اوبه بندې شوي چې کروندګر يې له ستونزو سره مخامخ دي.

کروندګر وايي چې که تر راتلونکو څو ورځو یې د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه را خوشې نه شي، ځمکې يې سږکال د سبزيجاتو او شولو له کرلو څخه پاتې کيږي.

د ډنډغوري سيمې کروندګر احمد الله د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو ورځو کې دوى د ځمکو خړوبولو ته سخته اړتيا لري.

هغه وايي: ((کله چې پر بند کار شروع شو، زموږ اوبه بندې شوې، که څو ورځو کې اوبه خوشې نه کړي، ځمکې مو له کرلو پاتې کيږي.))

دغه راز د جوی نو او ګوهرګان نهرونو د اوبو میر جمال ناصر هم پژواک ته وويل، یاد دواړه نهرونه چې د پلمخري برېښنا بند څخه سرچینه اخلي له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې اوبه بندې دي.

دی وايي، دغه نهرونه  شاوخوا څلوېښت زره جریبه ځمکې خړوبوي که  اوبه یې ژر خوشې نه شي، کروندګر به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

جمال ناصر زیاتوي: ((څه موده وړاندې مو په دې اړه له چارواکو سره خبرې وکړې، هغوى راته وويل چې د حمل تر لسمې يې را خوشې کوي، خو اوس حمل خلاص شو او اوبه يې تر اوسه نه دي را خوشې کړي.))

همدارنګه د پلخمري پراختيايي شوراګانو عمومي ريیس محمد ظاهر احمدزي پژواک ته وويل چې له دغه بند څخه زرګونه جريبه ځمکه خړوبيږي، خو اوس يې اوبه بندې او ډېر کښتونه د اوبو د نشتون له امله وچ شوي دي.

بل لورته د بغلان د کرنې ريیس عبدالغیاث صدیقي پژواک ته وويل چې تراوسه چا ورته په دې اړه رسمي شکایت نه دی کړى.

خو دى هم وايي چې د بغلان ولايت ډېر فصلونه په دغه موسم کې اوبو ته اړتيا لري چې بايد ورته ورسول شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پلخمري برېښنا بند د جوړلو پروژې مدیر انجنیر حجت الله یوسفزي پژواک ته وويل چې د تړون له مخې د دغه بند د جوړېدو څلور مياشتې نورې هم پاتې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه بند د جوړېدو ٩٠ سلنه کار بشپړ شوى او دوى کوښښ کوي چې نورې چارې يې هم ژر بشپړې کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.