Language

بغلان کې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا ملي پروګرام پیل شو

پلخمري (پژواک، ۴ غویی ۹۸): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بغلان په مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پنځه کلن پلان شوی ملي پروګرام پیل شو.

په شمال ختیځ زون کې د یاد پروګرام مسول عبدالوکیل احساس نن (د غویي ۴مه) په دې اړه نیول شوو مراسمو ته په وینا کې وویل چې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا په موخه نوې پلان شوې دغه برنامه به د بغلان په مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند کلیوالي سیمو کې پلې شي.

احساس زیاته کړه، اوس مهال یواځې یادې دوه ولسوالۍ تر پوښښ لاندې دي چې ۱۹۴ اجتماعي شوراګانو ته به په کې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ترلاسه شوې نغدي قرضه او د هغې د کارونې لارې چارې وښودل شي.

هغه وویل چې په دغه نوي اقتصادي پروګرام کې به ۸۰ سلنه ونډه د ښځو وي چې له مخې به يې خپل لاسي صنایع د شل سلنه نارینه وو پر مټ بازار ته وړاندې کړي.

هغه وايي چې دغه پروګرام به ټکنی نه وي او په دوامداره توګه به تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې نورمال وغځېږي.

د بغلان د ښځو چارو ريیسې خدیجې یقین وویل: ((د بغلان ولایت په کرنیزو سیمو کې تر نارینه وو زیات زیار ښځې ګالي خو له کروندو څخه په لاس ورغلې ټولې پیسې بیا د نارینه جېبونو ته ځي چې دغه پروګرام به کلیوالو مېرمنو ته د کاري فرصت تر څنګ اقتصادي خپلواکي هم ورکړي .))

د غونډې یوې ګډونوالې شکیبا پژواک ته وویل چې د دې غالۍ اوبدل زده دي او هیله یې وښوده چې د دغه نوي پروګرام له لارې به یې غالیو ته بازار پیدا شي.

هغې وویل: ((افغان مېرمنوکې هم د نارینه وو په څېر وړتیا شته خو ځینې کورنۍ یې له کار کولو منعه کوي، که په دغه نوي پروګرام کې نارینه د ښځو د کار کولو مانع نه شي، د ډېری کورنیو اقتصادي حالت به د ښځود کار له امله ښه شي.))

له دغه پروګرام مخکې هم په بغلان کې ۵۰۰ تازه راستانه شوو کورنیو ته د کارموندنې په موخه د غالۍ اوبدلو وسایلو مرسته شوې وه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.