Language

پکتيا کې د ټاکنو کمېسيون درې کارکوونکي پر بند محکوم شول

ګردېز (پژواک، ٤ غويی ٩٨): د پکتيا ولايت د ټاکنو کمېسيون درې کارکوونکي په ټاکنو کې د درغلۍ او د مشخصو کسانو په ګټه د کار کولو په تور د يوې علني محاکمې په ترڅ کې پر بند محکوم شول.

په یادو کسانو کې د ځاځي اريوب ولسوالۍ د ټاکنو امر او دوه نور کارکوونکي شامل دي.

د يادې قضيې موظف څارنوال عبدالله صافي وويل چې د يادې ولسوالۍ د شوخېل قوم ځينو مشرانو عريضه کړې وه چې د ولسوالۍ د ټاکنو امر او دوو کارکوونکو د ټاکنو د صندوقونو ټاکل شوي قفلونه مات کړي او شاوخوا څلور سوه تقلبي رای پاڼې يې په کې اچولې دي.

صافی وايي چې د رايو صندوقونه د ټاکنو لپاره له ټاکل شوي ځای څخه لېږدول شوي او په شخصي کورونو کې ډک شوي دي.

نوموړی وايي: ((د شوخېل قوم څو اشخاص مدعي دي چې د ۱۳۹۷ کال د ۱۲ مياشتې د ۱۳ نېټې په شپه د خرلوتي او حسن الګډه انتخاباتي حوزو د رای صندوقونو قلفونه د ځاځي اريوب ولسوالۍ د ثبت نام د امر قابل محمود زوی له خوا مات شوي او تقلبي اوراق په کې ځای پر ځای شوي دي. د دې موضوع په اړه ټاکل شوې درې کسيز هيئت ليکي چې په يادو دوو مرکزونو کې د ظفر خان او محمدولي له خوا ۳۸۴ تقلبي رايې اچول شوې دي.))

خو د قابل مدافع وکيل سيدالرحمن وايي، یاده ادعا سمه نه ده او هغه کسان چې په عريضه کې يې د شاهدي په توګه ګوتې لګول شوې، د استنادي دېوال د يوې پروژې د پاڼو په نوم غلط شوي دي.

نوموړي وويل: ((دې کسانو ته ويل شوي وو چې تاسو ته د استنادي دېوال يوه پروژه درکول کېږي او دا د هغه عريضه ده، يانې اکثره ګوتې جعلي لګول شوې دي.))

بل لور ته تورن کسان پر دوی شوي تورونه ردوي او د دوی له ډلې د ولسوالۍ د ټاکنو امر قابل وايي چې ټاکنيز مرکزونه يې د ټاکنو ولایتي کمېسيون او ولايت له مقام سره په همغږۍ د نا امنۍ له امله بل ځای ته لېږدولي وو.

نوموړی ياده مسئله د ځان پر وړاندې دسيسه بولي او زياتوي: ((ما ته د ورځې دوه بجې زنګ راغی چې صندوقونه په يوه مشخص کور کې د زورواکانو له خوا خلاص شوي؛ ما چې کوم مامورين ورته انتخاب کړي او هلته استولي وو، هغه يې نه وو پرېیښي او په يوه ځای کې يې ايسار او دروزاره يې ورپسې بنده کړې وه، د هغوی پر ځای د ولسي جرګې يوه نوماند خپل وروڼه او د تره زامن راوستلي وو او کتابونه يې ډکول چې عکسونه يې موجود دي.))

خو د يادې پروسې د حسن الګډه ټاکنيزې حوزې مسوول مامور ظفر خان وايي چې د لومړۍ کاري ورځې په پای کې د اچول شوو قفلونو شمېرې په دويمه ورځ بدلې شوې وې.

خان وويل: ((موږ امر ته د شپې صندوقونه تسليم کړل، سهار مو چې صندوقونه د کار ځای ته يووړل، هغه شمېرې چې موږ ورپسې اچولې وې، هغه بلکل نه وې.))

د پکتيا استيناف محکمې د محاکمې له جريان وروسته ياد کسان په ټاکنيزه پروسه کې د لاسوهنې په تور له يوه تر دوو کلونو بند پورې محکوم کړل.

login or register a new account.