Language

چارواکي: پکتيا کې روغتيايي خدمتونه نیمګړي او بې کیفيته دي

ګردېز (پژواک، ٤ غويی ٩٨): د پکتيا والي او نور چارواکي نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه خورا نیمګړي دي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د غويي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا روغتيايي مرکزونو ته د درملو او نورو اړوند توکو د رسولو مسووله انجيو "هېواد" د يادې چارې سرته رسولو توان نه لري او د حوزوي روغتون په ګډون د ولسواليو روغتیايي کلينيکونه کافي خدمتونه نه وړاندې کوي.

کټوازي وويل چې په دې اړه يې د وزارت او د هېواد له مرکزي او ولايتي مسوولينو سره خبرې کړې او که يادې ادارې خپل کارونه لازمې کچې ته پورته نه کړل، نو قرارداد به ترې واخيستل شي.

نوموړي وويل: ((کومه موسـسه چې په دغه ولايت کې کار کوي، زه يې له کارونو په مطلق ډول ناراضه يم او خدمات يې هېڅ د منلو نه دي.))

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړی ايوب غروال ادعا کوي چې هېواد انجيو د پکتيا د روغتيايي قرارداد له اخيستو راهيسې چې شاوخوا څلور مياشتې کېږي، ټولو روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو ته درمل او نور اړين توکي نه دي رسولي او که ځينو ته يې رسولي هم دي، خورا کم او د څو ورځو په جريان کې خلاص شوي دي.

غروال په دې چاره کې د عامې روغتيا وزارت پړ بولي چې په خبره يې په ورته مهمو قردادونو کې شخصي اړيکې پالي.

نوموړي پژواک ته وویل: ((روغتيا وزارت د بعضې روابطو لپاره قراردادونه ټيټ ورکړي چې د دې په عوض چې خدمات معياري او لوړ شي، لا خراب شوي دي. په ولسواليو کې خدمات ډېر ټيټ او خراب دي.))

مدني فعال شريف منګل وايي چې په حوزوي روغتون کې ناروغانو ته درمل نه ورکول کېږي او د مسلکي ډاکټرانو د نه شتون له امله کابل ته د ناروغانو د لېږدولو او په رسمي وخت کې د ډاکترانو له خوا ناروغان خپلو شخصي معاينه خانو ته پر ور غوښتلو سربېره ګڼې نورې ستونزې هم شته دي.

منګل پژواک ته وويل: ((دا حوزوي روغتون دی، خو ډاکتران نشته، ناروغان او ناروغ لرونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي. بل دا چې دلته دوا نشته، که د چا سر خوږېږي هم.))

همدارنګه د پکتيا د حوزوي روغتون ډاکتران هم شکايت کوي د روغتون لپاره کافي درمل او نور توکي نه پېرل کېږي، له همدې امله ډېری وخت دوی هم له ستونزو سره مخ وي.

د دوی له ډلې ډاکتر عمر خطاب پژواک ته وویل: ((هېواد موسـسې دا قرارداد په ډېره کمه بودجه نيولی، ځيني وخت په شفاخانه کې سورنج بېخي نه پيدا کېږي، ځيني وخت دستکش او عادي خولۍ نه وي.))

خو د هېواد انجيو ولايتي مسوول ډاکتر فضل الرحمن منګل بيا وايي چې له قرارداد سره سم يې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

login or register a new account.