کندوز ښار (پژواک، ٧ غويی ٩٨): د کندوز په شېر خان بندر کې د افغانستان او تاجکستان موټر چلوونکي شکايت کوي چې د ګمرګ مامورين ترې ناقانونه پيسې اخلي خو بل لور ته چارواکي بيا وايي چې هېڅوک د ناقانونه پيسو اخيستو حق نه لري.
په شېر خان بندر کې د تاجکستان هېواد يوه موټر چلوونکي عالم د غويي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د ګمرک مامورين او امنيتي کسان ترې غير قانوني پيسې اخلي.
هغه وايي: ((موږ چې کله د افغانستان خاورې ته داخل شو، سل ډالره له موږ نه د ګمرګ مامورين او پوليس په غير قانوني ډول اخلي چې دا موږ ته يوه لويه ضربه ده او د توکو د بيو پر لوړوالي مستقيم اغېز کوي.))
دغه راز د تاجکستان هېواد بل موټر چلوونکي اميد پژواک ته وويل، څو ځلې يې په دې برخه کې مسوولينو ته شکايتونه کړي خو ځاى يې نه دى نيولى.
ده زياته کړه: ((يواځې يو کيلومتر موږ د افغانستان په خاوره کې مزل کوو، د ګمرک کارکوونکي را نه سل ډالره غير قانوني اخلي.))
په ورته وخت کې په شېر خان بندر کې د افغانستان يوه موټر چلوونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې په دغه بندر کې د ګمرګ مامورينو له خوا له بډو اخيستو په تنګ شوي دي.
نورمحمد زياتوي: ((هر ځل چې ګمرګ ته ننوځو، پنځه سوه افغانۍ را نه اخلي، دا کوم رييس هم لري کنه چې دا خپل مامورين کنټرول کړي؟))
يو شمېر نورو چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د دې ډول غير قانوني پيسو اخيستو مخه ونيسي، که نه دوی به پر مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
په همدې اړه په شېر خان بندر کې د سوداګرۍ خونې استازي مسعود وحدت پژواک ته وويل، په دغه بندر کې ځينې ستونزې شته چې موټر چلوونکي ورسره مخ دي.
هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل خو زياته يې کړه: ((په خواشينۍ سره چې د پيسو غير قانوني اخيستل هم موټر چلوونکي، هم تجار او هم خلکو ته ضربه ورکوي چې بايد مخنيوي يې وشي.))
بل لور ته د شېر خان بندر د ګمرک رييس په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي پژواک ته وويل، هېڅوک حق نه لري چې له دولتي تعرفې پرته له سوداګرو او موټر چلوونکو غير قانوني پيسې واخلي.
login or register a new account.