ښرنه(پژواک، ٧ غويي ٩٨): د پکتيکا د پوهنې رياست له لوري د پاکستاني نصاب پنځه زره جلده کتابونه چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دغه رياست په ګدامونو کې ساتل له منځه يووړل شول.
دغه کتابونه په اردو ژبه ليکل شوي وو چې پنځه کاله وړاندې د يونسف موسسې له لوري د پکتيکا د پوهنې رياست ته ورکړل شول ترڅو په برمل ولسوالۍ کې يې پر وزيرستاني ګډوالو و ويشي او د زده کړو زمينه ورته برابره کړي.
خو د پنځو کلونو په تېريدو سره د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکو ونشول کولاى چې يادو کسانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکو د غويي په اوومه د يو شمير نورو دولتي چارواکو په حضور کې دغه کتابونه د سردې بند اوبو ته واچول.
په دې اړه د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق پژواک ته وويل چې دغه کتابونه يې ځکه پر اوبو لاهو کړل چې د افغانستان نصاب نه وو.
دى وايي: ((زموږ په ټولو ښوونځيو کې يواځې يو نصاب تدريس کيږي نو بل نصاب ته هېڅ ضرورت نشته دى.))
دغه راز د پوهنې وزارت استازي حميدالله رحيمي وويل چې د پکتيکا د پوهنې رياست له غوښتنې سره سم دغه کتابونه اوبو ته اچول شوي دي.
ده وويل چې دغه کتابونه په افغانستان کې د استفادې وړ نه وو او بله دا چې ډېرى کډوال هم بېرته ستانه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې د پکتیکا د پوهنې په ریاست کې پر اردو ژبه زرګونه جلده کتابونه وموندل شول چې ورسره د خلکو غبرګونونه هم راوپاريدل خو وروسته معلومه شوه چې دغه کتابونه يونسف موسسې ورکړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP