ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې سره مخالفت وښود

طالبانو له جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې سره مخالفت وښود

author avatar
28 Apr 2019 - 16:51
طالبانو له جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې سره مخالفت وښود
author avatar
28 Apr 2019 - 16:51

 

کابل (پژواک، ٨ غويى ٩٨): طالبانو له جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې سره مخالفت وښود او هغه يې د سولې واقعي جريانونو د سبوتاژ کولو هڅه بللې ده.

د سولې مشورتي جرګه سبا په کابل کې د کابو درې زرو کسانو په ګډون پيلېږي چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: "په کابل کې د لويې جرګې په نامه نمايشي هڅه د ملت غولونې پروسه ده چې په پايله کې به يې د حکومت د دوام او مشروع ګڼلو هڅه وشي."

طالبانو له بېلابېلو افغاني اړخونو او سياسي جريانونو غوښتي چې په دې جرګه کې ګډون ونه کړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: "دا چې له یوې خوا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی او له بلې خوا د هېوادوالو ترمنځ د بین الافغاني تفاهم په برخه کې مثبت قدمونه اخستل شوي، د کابل ادارې د یوې برخې له خوا د لويې جرګې په نامه پروسه د دې لپاره په کار لوېدلې چې د اشغال د خاتمې، واقعي سولې او امن مخه پرې ډب کړي، د څو ناخبره کسانو له احساساتو څخه سوء استفاده وکړي، د سرو او شنو کرښو په مطرح کولو سره د سولې واقعي جریانونه سبوتاژ کړي."

سرچينه کاږي، په دې جرګه کې به له حکومت سره د مذاکراتو او اوربند کولو غږ اوچت شي او هڅه به وشي چې له روان ناورين څخه عامه اذهان بل لوري ته واړول شي.

سرچينه زياتوي: "اسلامي امارت په واقعي جرګو او له هېوادوالو سره په تفاهم باور لري، خو دا حقیقت هم روښانه کوي چې یاده جرګه د پردیو په غوښتنه د هغو تمثیلي هڅه بولي او د هېوادوالو له خوا مقاطعه ورسره کول هېوادنی او اسلامي مسوولیت ګڼي او څوک چې ګډون په کې کوي، هغه د واقعي سولې دښمنان بولي."

طالبانو ويلي چې د یادې جرګې پر ګډونوالو به هغه پرېکړې په پټو سترګو تائید شي چې تر مخه لا ورته لیکل شوې او فیصله شوې دي.

خو د جرګې د مسوولينو په وينا، په دې جرګه کې به د سولې مذاکراتو د میکانیزم، اساسې کرښو، محدوديتونو او د طالبانو له تحریک سره د سولې په هکله د احتمالي توافق په اړه اجماع رامنځ ته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.