Language

کونړ کې د داعش ٧ وسله وال وژل شوي

کابل (پژواک ٨ غويى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د کونړ په چپې دره ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د داعش ٧ وسله وال وژل شوي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د رسنيو له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش وسله والو تېره ورځ د کونړ د چپې درې په ديګل سيمه کې يو ماين د ورانکارۍ لپاره ځاى په ځاى کاوه چې په خپله په همدوى چاودلى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې د دوى د دوو انجنيرانو په ګډون ٧ داعش وسله وال وژل شوي او درې نور تپيان دي.

login or register a new account.