پلخمری (پژواک، ١٠غویى ۹۸): د بغلان د مدني ټولنو یو شمېر غړیو له حکومته غوښتنه وکړه چې د کابل - شمال پر لویې لارې تلوونکو مسافرو د ستونزې د حل په موخه دې لاریون کوونکو ته قناعت ورکوونکی ځواب ووايي .
بغلان کې د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو پلویانو له یوې اوونۍ راهیسې د کابل- شمال لویه لار د دغه ولايت په خنجان ولسوالى او مرکز پلخمري کې د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
مدني فعال ډاکټرعثمان شیرزي نن له مدني فعالانو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل: "د معترضو نوماندانو پلویانو لارې تړلي چې له امله یې پر دغه لویه لار تلونکي مسافر له ګڼ شمېرستونزو سره مخ دي."
هغه وايي چې حکومت باید د عامو خلکو چې له ستونزو سره مخ دي، د لاریون کوونکو قانوني غوښتنو ته رسیدنه وکړي.
هغه وايي، که حکومت لاریون کوونکو ته قانع کوونکى ځواب ورنه کړي، مسافر به له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي او پر حکومت به هم د عامو خلکو نیوکې زیاتې شي.
بل مدني فعال حبیب الله منصوري هم ورته څرګندونې وکړې، لاريون يې د اعتراض کوونکو حق وباله خو له لاریون کوونکو يې هم وغوښتل چې عامو خلکو ته دې ستونزې نه جوړوي.
یو شمېر نورو هم له حکومته ورته غوښتنې لرلې او ټینګار یې کاوه چې که د کابل - شمال لویې لارې بندښت دوام وکړي د مسافرو د ستونزو ترڅنګ به د خوراکي توکو پر بیو به هم منفي اغېز وکړي.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل پژواک ته وویل چې بغلان کې د پیل شویو مدني حرکتونو مفصل راپور یې مرکز ته لیږلی او له کابل نه ورغلي پلاوي يو ساعت مخکې له لاريون کوونکو سره خبرې کړي، خو تر اوسه يې پايله نه ده څرګنده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP