مزارشريف، جلال اباد (پژواک، ١٠ غويى ٩٨): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې پر يوه رينجر موټر د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او درې ملکي وګړي ژوبل دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار محبس ته څېرمه يوه بایسکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، چې د سرحدي پوليسو رينجر موټر ته څېرمه چاودېدلي دي.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې چې نن مازيګر کابو شپږ بجې شوې، د سرحدي پوليسو يو سرتېرى وژل شوى او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
له بلې خوا د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د ماين چاودنه شوې چې درې عام وګړي په کې ژوبل شوي دي.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د څلورمې ناحيې درمسال ته څېرمه شوې نن ماښام کابو ٧ بجې د يوې هټۍ مخې ته شوې چې درې ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.
د يادو دواړو چاودنو مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.