کندوز ښار (پژواک، ١٠ غويی ٩٨): د کندوز د خان اباد ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يوه نا مسوول وسله وال له لوري د يوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې د ولايت مقام مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه.
درې ورځې وړاندې د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکى غلام علي په خان اباد بندر کې د يوه غير مسوول وسله وال له لوري ووژل شو.
د غلام علي د وژل کېدو په غبرګون کې د يادې ولسوالۍ سپين ږيرو، قومي مشرانو او سلګونو نورو اوسېدونکو د غويي په لسمه د ولايت مقام مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه.
د يادو اعتراض کوونکو له ډلې محمد نويد پژواک خبري اژانس ته وويل چې غلام علي له خلکو سره هېڅ ډول ستونزه نه درلوده خو د يوه نا مسوول وسله وال له لوري پر ډزو ووژل شو.
ده زياته کړه: ((هغه يو غريب هلک و، هېچا سره يې کار نه درلوده، خپله غريبي يې کوله خو څو د يوه اوباش کس له خوا ووژل شو.))
دغه راز قومي مشر عبدالله وويل چې حکومت بايد هر څه ژر د دغې پېښې څېړنه پيل او قاتل بايد د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
عبدالله وايي: ((غلام علي مې د ماما زوى و، هغه ډېر ښه سړى و چې ووژل شو خو پوليسو تر اوسه هېڅ اقدام نه دى کړى، موږ هر څه ژر د قاتل د نيول کېدو غوښتنه کوو.))
يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ټينګار کاوه چې د قاتل د نه نيول کېدو په صورت کې به دوى خپلو اعتراضونو ته پراختيا او دوام ورکړي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز مرستيال والي نجيب الله عمرخيل پژواک ته وويل چې هېڅ مجرم نه شي کولاى د قانون له منګلو څخه فرار وکړي.
ده زياته کړه: ((موږ ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ ته هدايت ورکړى ترڅو هرڅه ژر دغه قاتل دستګير او د قانون منګلو ته يې وسپاري.))
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کندوز اوسيدونکو د غير مسوولو له شتون څخه شکايتونه کړي وو او له حکومت نه يې په دغه برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.
login or register a new account.